د لاس رسي وړ اتصالات

وقار: که په نشو اخته نه وای، زده کړې به مې کولې


وقار: که په نشو اخته نه وای، زده کړې به مې کولې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

تنکی ځوان وقار شینواری چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، د نشو له امله یې کورنۍ او زده کړې پرې ایښي او په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره شپې سبا کوي.


تنکی ځوان وقار شینواری چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، د نشو له امله یې کورنۍ او زده کړې پرې ایښي او په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره شپې سبا کوي.

هغه وايي په لومړیو کې یې یوازې چرس څکول، خو له څلورو میاشتو راهیسې یې شیشې او پوډرو ته هم مخه کړې ده.

شینواری وايي "یو ترورزی مې عملي دی، له هغه سره مې درې شپې وې، راته یې وویل چې یو دم وکړه، بس ما چې وکړ په نشو اخته شوم. که په نشو اخته نه وای زده کړې به مې کولې او له خپلې کورنۍ سره به وم، په دې یخ کې به مې تر پله لاندې څه کول؟ ".

په نشو اخته شوی دغه تنکی معتاد وايي چې د ده غوندې نور ډېر ځوانان په نشو اخته شوي دي، چې باید دولت یې درملنې ته پام وکړي.
XS
SM
MD
LG