د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته په کار پسې تللي، په نشو اخته راغلي


ایران ته په کار پسې تللي، په نشو اخته راغلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

کندهار ته له ایران څخه راستانه شوي کاریګر ډېری یې په هغه هېواد کې د کار کولو پر مهال په نشه يي توکو اخته شوي دي.


کندهار ته له ایران څخه راستانه شوي کاریګر ډېری یې په هغه هېواد کې د کار کولو پر مهال په نشه يي توکو اخته شوي دي.

دغه معتادین وايي که په هېواد کې دننه خلکو ته د کار زمینه برابره شي، نو ډېری افغان ځوانان به ایران ته له تګ او په نشو له اخته کېدو وژغورل شي.

دوی د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې نشه يي توکي کاروي، عبدالستار له ایران څخه څو میاشتې مخکې را ستون شوی، هغه وايي چې هلته ته په کار پسې تللي وو خو په نشو روږدی شو.

هغه وايي "ایران ته په کار پسې تللی وم هلته په نشه اخته شوم اوس کورنۍ او بچیان راڅخه پاته دي او سرګردانه د نشې د پیدا کولو لپاره وخت را څخه تېرېږي له خپل ژوند څخه مې زړه تور دی".

له ایران څخه را ستانه شوي افغان کاریګر وايي که په هیواد کې د ننه کاري فرصتونه برابر شي نو زرګونه کاریګر به د نشو له ستونزو وژغورل شي.

جانان هم تازه له ایران څخه را ستون شوی، دی وايي چې دولت باید د دغه ستونزې اواري پاملرنه زیاته کړي.

هغه وايي "دغه معتادین چي نور خلګ ویني ورځ تر بلې د نشه يانو شمېر ورسره زیاتیږي، دلته ځایي کاریګر هم چې د کار لپاره دغه ځای ته راځي په نشه اخته کیږي، کار نشته چي ایران ته لاړشي هم څوک په نشه اخته کیږي او که دلې وي هم، ځکه شاوخوا نشه يان ډېر دي".

په کندهار کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مسئولین وايي چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي معتادین یوه جدي ستونزه ده.

په کندهار کې دمدني ټولنې غړي د دغو معتادینو د درملنې او مصروفیت لپاره د حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه لري.
XS
SM
MD
LG