د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: په ځوانانو کې د چرسو څکول زیات شوي


کندهار: په ځوانانو کې د چرسو څکول زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د کندهار ښار اوسېدونکي د ځوانانو په منځ کې د چرسو د څکولو پر عامېدو اندېښمن دي او وايي چې دولتي مسئولین باید چرسو ته د اسانه لاسرسي مخه ونیسي.


د کندهار ښار اوسېدونکي د ځوانانو په منځ کې د چرسو د څکولو پر عامېدو اندېښمن دي او وايي چې دولتي مسئولین باید چرسو ته د اسانه لاسرسي مخه ونیسي.

دوی وايي وايي چې د چرسو استعمال د ځوانانو په منځ کې تر پخوا څو چنده زیات شوی او اوس يې آن څوک عیب هم نه بولي.

د دې ښار یو اوسېدونکی نثار احمد وايي چې اوس د چرسو څکول په مجلسونو کې عام شوي دي او هر ځای یې رانیول اسان دي.

هغه وايي‌ "پخوا به خلګو پټ چرس څکول او بد به ګڼل کېدل، خو اوس په هر بانډار کې چرس حتمي وي ځوانان ورځ تر بلې زیات په اخته کیږي، ځينې په کوټه کې ناست کسان که چرس ونه څکوي هم د دود د تنفس کولو په وجه په چرسو اخته کیږي".

په شیشه، پوډرو او نورو نشه يي‌توکو اخته معتادین وايي چې د نشو پیل یې له چرسو کړی دی.

په نشه يي توکو اخته محمد الدین وايي چې نشو یې ژوند تبا کړی.

هغه وايي "ښه مې په یاد دي چې اول مې چرس وڅکول، وروسته په تریاکو پسې اخته شوم اوس دا دی په دې ذلیله نشو اخته یو، کور را پسې دی بچیان لرم زموږ ژوند ډېر سخت دی".

معتادین وايي چي د چرسو هر څکونکی په اسانۍ کولای شي چې چرس له هر ځای څخه را نیسي.

په کندهار کې تر تریاکو وروسته چرس د نشه يي توکو د کښت په برخه کې دویم ځای لري.

د دې ښار اوسېدونکي وايي چې په ټولنه کې په نشه د روږدو کسانو د مخ پر زیاتیدونکې شمېر د مخنيوي لپاره دې امنیتي ادارې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG