د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کوکنارو بدیل کښتونه زیات شوي


افغانستان کې د کوکنارو بدیل کښتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي په دغه هېواد کې د زعفرانو د کښت زیاتوالي ته په اشارې وايي چې په وروستیو کلونو کې بدیلو کښتونو ښه پایله ورکړې او د کوکنارو د کرکېلې د کموالي لامل شوي.


د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي په دغه هېواد کې د زعفرانو د کښت زیاتوالي ته په اشارې وايي چې په وروستیو کلونو کې بدیلو کښتونو ښه پایله ورکړې او د کوکنارو د کرکېلې د کموالي لامل شوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل چې تېرکال په افغانستان کې پر اوه زره هکتاره ځمکو کې زعفران کرل شوي چې په روان کال کې دغه کچه اته زره هکتارو ته پورته شوې ده.

ښاغلی رستمي وایي "سږکال له نیکه مرغه د زعفرانو کښت څه باندې زر هکتاره زیات شوی دی او د هېواد په کچه په اته زره هکتاره ځمکو باندې زعفران کرل شوي دي، وړاندوینه کېږي چې سږکال به د زعفرانو د تولید کچه هم لوړه شي. په مجموعي ډول تېرکال په هېواد کې شاوخوا ۲۰ ټنه زعفران تولید شوي وو".

هغه وايي په افغانستان کې د بدیل کښت پروژو په عملي کولو سره سږکال په ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.

افغانستان له ایران وروسته په نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی چې د لوړ کیفیت په لرلو سره په نړیوال مارکېټ کې زیات مینه‌وال لري او تر ډېره بهر ته صادرېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې بزګرانو ته د بدیل کښت پروګرامونه "په ټولنه کې د کرنې او کلیو پراختیا" پروژې (CBARD) له لارې عملي کېږي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) او د امریکا د مخدره توکو او قانون پلي کولو نړیوالو چارو اداره (INL) یې مالي ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG