د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ٢١١ تنه نور په کرونا ويروس اخته شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ٢١١ مثبتو پېښو د ثبتېدو او څلورو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۴۲مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ٢١١يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۹۴۸۴ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ١٩٧٥ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ٢۶ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳٨۴١٠ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG