د لاس رسي وړ اتصالات

له نشو د خلاصون لپاره د معتادینو اروايي درملنه


له نشو د خلاصون لپاره د معتادینو اروايي درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

ډاکټره هیلۍ شمس چې د کابل په جنګلک روغتون کې معتادینو ته رواني درملنه ورکوي وايي د دې لپاره چې په نشو اخته کسان یو ځل بیا په ټولنه کې جذب شي هغوی باید له اروايي اړخه تیار کړل شي.


ډاکټره هیلۍ شمس چې د کابل په جنګلک روغتون کې معتادینو ته رواني درملنه ورکوي وايي د دې لپاره چې په نشو اخته کسان یو ځل بیا په ټولنه کې جذب شي هغوی باید له اروايي اړخه تیار کړل شي.

آغلې شمس وایي هغه کسان چې نشه يي‌توکي کاروي له ډېرو اروايي ستونزو سره مخ وي او دا مهمه ده چې د درملنې په پروسه کې یې له اروايي اړخه پر رغولو کار وشي.

هغه وايي "هغه کس چې نشه يي توکي کاروي د هغه په چلند کې توپیر شته، هغوی نه شي کولای خپل چلند او عمل کنټرول کړي نو کله چې موږ له دوی سره صنف اخلو د هغوی په چلند کې ډېر بدلون راځي او دا زده کوي چې په ټولنه کې له خلکو سره مخ شي څنګه چلند وکړي".

ارواپوهان وايي د دې لپاره چې له اعتیاده خلاص شوي کسان بیا نشو ته ونه ګرخي، په کار ده د کار زمینه ورته برابره او په ټولنه کې جذب شي.
XS
SM
MD
LG