د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: کروندګرو د تریاکو پر ځای د کچالو کرلو ته مخه کړې


ننګرهار: کروندګرو د تریاکو پر ځای د کچالو کرلو ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل اوس د کچالو کرلو ته مخه کړې ده، دغه کروندګر وايي له یوې خوا د کچالو کښت اسانه دی، او بل خوا یې ګټه هم زیاته ده.


په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل اوس د کچالو کرلو ته مخه کړې ده، دغه کروندګر وايي له یوې خوا د کچالو کښت اسانه دی، او بل خوا یې ګټه هم زیاته ده.

دغه کروندګر تمه لري چې حکومت به ورسره د سړو خونو په جوړلو کې مرسته کوي، چې خپل حاصلات د اړتیا په وخت کې مارکېټ ته وړاندې کړي.

که څه هم په ننګرهار کې الوګان یا کچالو له پخوا کرل کیږي، خو په دې وروستيو کې ورسره د کروندګرو ليواتيا ځکه ډېره شوې چې کښت يې اسان او حاصلات يې لوړ دي.

د ننګرهار په يو شمېر هغو ولسواليو کې چې حکومت پر کروندګرو د کوکنارو کښت منع کړی اوس کروندګر پر خپلو ځمکو الوګان کري.

کروندګر امیدالله وايي له کوکنارو يې ګټه ډېره او کار اسان دی.

هغه وایي "دغه ځمکې چې دي موږ په کې الوګان کرلي دي، څلور جريبه ځمکه ده، پر همدغې ځمکې به موږ مخکې کوکنار کرل، چې د هغې به ساتل په کور کې يعنې د کوکنارو حاصل به چې مو راواخېستل د هغې به ساتل هم سخت و او خرڅول به هم ، دا الوګان دي ګاک ورپسې همدلته پټي ته راځي".

خو کروندګر غوښتنه کوي چې د بازار د پياوړتيا او د الوګانو د زخيره کولو لپاره دې ورته اسانتياوې برابرې شي.

د ننګرهار د کرنې رئيس انعام الله ساپی هم خوښ دی چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت ځای اوس نورو فصلونو نيولی او وايي، هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د سبزيجاتو او ميوو حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.

هغه وايي "موږ نمايشي تم نه پاتې کېږو په دغه توليد کې، موږه به دې ته په کمرشل شکل باندې يا تجارتي شکل باندې ترويج کړو ، نو را روان کال به د دويمې اولويت برنامې له لارې ، د سي بارټ د برنامې له لارې، د سي ډي ار پي د برنامې له لارې او د وزارت د انکشافي برنامې له لارې موږ دغه ارقام لوړ کړو".

څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار د کرنې ادارې د کروندګرو لپاره ۳۷۹ د پيازو او الوګانو د زخيره کولو سړې خونې چې پرته له کومې انرژۍ به دغه سبزيانې ساتي پرانېستل شوې.
XS
SM
MD
LG