د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د تریاکو د کر پر ځمکو د میوو باغونه جوړیږي


ننګرهار: د تریاکو د کر پر ځمکو د میوو باغونه جوړیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

د ننګرهار د کرنې اداره وايي په دغه ولايت کې يې د تریاکو د مخنيوي لپاره د بديلو کښتونو ځانګړي پروګرامونه پيل کړي دي.


د ننګرهار د کرنې اداره وايي په دغه ولايت کې يې د تریاکو د مخنيوي لپاره د بديلو کښتونو ځانګړي پروګرامونه پيل کړي دي.

دوی وایي، په دغو پروګرامونو کې د باغونو، شنو خونو جوړول او کروندګرو ته د عصري ټکنالوجۍ سپارل شامل دي، چې له پلي کېدو سره به يې کروندګر له کوم زور زياتي پرته د نشه یي توکو له کرلو لاس پر سر شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسولين وايي، کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکوي چې د کوکنارو په پرتله د ميوه جاتو د باغونو او سبزيو د کښت ګټه څو برابره زياته ده.

د دې ادارې رئيس انعام الله ساپی وايي د همدغې ستونزې د حل لپاره يې عملاً يو شمېر ولسواليو کې د سترسو باغونه، شنې خونې او د تازه مېوو او سبزيو د کښت عصري لارې چارې کروندګرو ته ښودلي چې دوی به د کوکنارو له کښت منع کړي.

هغه وايي "پخپله د باغونو جوړول دا د کوکنارو ښه بديل دی، اوس که مارکېټ ته راشو يا بازار يابۍ ته راشو، يا عوايدو ته راشو نو د کوکنارو په نثبت باندې د سترسو يا ليموګانو عوايد لوړ دي، پخپله توت زميني، او د دې نه علاوه بعضې ټکنالوجۍ دي چې له هغې سره به د دهقانانو عوايد لوړ شي، اف سيزن سبزيجات لري، د هغې نه علاوه د شنو خونو جوړول دي".

خو د لرو پرتو سيمو کروندګر نيوکه کوي چې لا هم دوی ته پوره پاملرنه نه کېږي او يوازې جلال اباد ښار ته د نږدو ولسواليو کروندګرو سره د بديل د پروژو مرسته کېږي.

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ کروندګر توکل خان وایي حکومت پرې کوکنار هم بند کړل او اوس ورسره نورې مرستې هم نه کوي.

هغه وايي "موږ دا غواړو چې موږ ته دا سرې او تخمونه ورسېږي، عامو ته ورسېږي ځکه موږ ډېرو مشکلاتو سره مخ يو".

که څه هم اوس د ننګرهار په ډېرو ولسواليو کې د کوکنارو کښت بند شوی خو لا هم د ځينو سيمو اوسېدونکي د کوکنارو ترڅنګ د بنګو په کښت مصروف دي چې علت يې هم د حکومت نه پاملرنه په ګوته کېږي.

XS
SM
MD
LG