د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: په احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د قاچاق د مخنیوي نوې دستګاه


کندهار: په احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د قاچاق د مخنیوي نوې دستګاه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

د کورنیو چارو وزارت د کندهار په احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د نس له لارې د قاچاق د مخنیوي لپاره نوي سکېنر ماشین ولګوی، د دغه وزارت مسئولین وايي چې له دغه ماشین سره به له کندهار څخه د هوا له لارې د قاچاق مخه ونیول شي.


د کورنیو چارو وزارت د کندهار په احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د نس له لارې د قاچاق د مخنیوي لپاره نوي سکېنر ماشین ولګوی، د دغه وزارت مسئولین وايي چې له دغه ماشین سره به له کندهار څخه د هوا له لارې د قاچاق مخه ونیول شي.

تر کابل وروسته د کندهار هوايي ډګر په افغانستان کې دویم لوی هوايي ډګر دی چی بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق ستونزه په کې یاديږي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پرضد د مبارې د پوليسو عمومي ریس سمونوال سمیع الله پوپلزی وايي چې بطني قاچاق لاهم یوه لویه ستونزه ده چې د هوايي ډګرونو له لاري د بهرنیو سفرونو پروخت تر سره کیږي.

هغه وایي "تاسو پوهیږئ چې بطني قچاق په نړۍ کې موجود دی او له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې هم دا بده پدیده ورځ تر بلي زیاتیږي، چې له هیواده بهر يې زموږ اعتبار ته هم زیان رسولی، د کابل تر میدان وروسته په کندهار کې د بطني قاچاق د مخنیوي د دې نویو وسایلو په نصب سره موږ د بطني قاچاق مخنیوي په اسانۍ سره کولای شو".

چارواکي وايي چې پر دې دستګاه ۱۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی.

د کندهار د نړیوال هوايي ډګر مسئولین وايې چې ځای پر ځای شوي تخنیکي وسایل په لنډ وخت کې د شکمنو کسانو پایله معلوموي.

د کندهار له هوايي ډګر څخه د متحده عرب اماراتو په ګډون، سعودي عربستان، ایران او هند ته الوتنې کیږي.

خو د نشه يي توکو د قاچاق له امله له کندهار څخه نوي ډیلي ته الوتنې له تېرو څو میاشتو راهیسې ځنډیلي.

د کندهار د هوايي ډګر ریس مسعود پښتنو وايي چې د نویو تخنیکي وسایلو له ځای پر ځای کېدو سره سم به په نږدې راتلونکې کې د کندهار او نوي ډیلي ترمنځ الوتنې له سره بېرته پيل شي.

د کندهار د پوليس مسئولین وايې چې په تېرو دریو میاشتو کې يې تر ۲۵ زیات کسان په هوايي ډګر کې د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال لاس په لاس نیولي دي.

XS
SM
MD
LG