د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د تریاکو د بدیلو کښتونو په اړه علمي څېړنې


کندهار: د تریاکو د بدیلو کښتونو په اړه علمي څېړنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ ملي پوهنتون په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو د بدیلو کښتو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.


افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ ملي پوهنتون په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو د بدیلو کښتو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.

د دې پوهنتون مسئولین وايي چې پر ډېرو داسې کښتونو یې څېړنې کړي چې هم د تریاکو ښه بدیلونه دي او هم به یې حاصلات کروندګرو ته ښه ګټه وکړي.

دغه پوهنتون چې په کندهار کې دی د کرنې په بېلا بېلو برخو کې د ماسټرۍ په کچه محصلین روزي.

د انستو پوهنتون کندهار ښار په جنوب کې هوايي ډګر ته نږدې د خپلو کرنیزو تحقیقاتو او د ګټورو نباتي بوټو د ترویج لپاره پنځه زره جریبه کرنیزه ځمکه په واک کې لري.

د نوموړي پوهنتون سرپرست پوهنمل فواد احساس وايې چې د تریاکو د بدیلو کښتونو په برخه کې يې د ګټورو نباتاتو څېړني بریالی وې او اوس يې د ترویج پر لارو چارو باندي دوی خپله طرحه له حکومتي ادارو سره شریکه کړې.

نوموړی د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره د جنوبي ولایتونو زراعتي ځمکي تر ټولو غوره سیمې ګڼي.

هغه وايي" موږ د تریاکو د بدیلو کښتونو په اړه ډېرې څېړنې کړي، خپله طرحه مو له حکومت سره شریکه کړې ده تر څو په افغانستان کې د تریاکو د مخنیوي په لار کې ګټه ځنې واخلي".

د زراعتي چارو متخصصین وايي چي د زراعت په برخه کې نوي تحقیقات د کمیت او کیفیت له پلوه په حاصلاتو کې زیاتوالی راوستلای شي.

د زراعت متخصص پوهندوی شاه محمود بری وايي چې جنوبي حوزه تر لسو زیات کوچني اقلیمي شرایط لري چي د نویو څېړنو پر بنسټ کښتونه به د کروندګرو په اقتصاد اغېزمنه مرسته وکړي.

د زراعتي چارو ماهرین وايي چې د هلمند سیند حوزه د افغانستان د زراعت ۶۰ سلنه زراعتي ځمکه جوړوي چې د زراعت په برخه کې علمي او تحقیقاتي پروګرامونه د دې سیمې د ګروندګرو له اقتصاد سره بنسټيزه مرسته کولای شي.
XS
SM
MD
LG