د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې د سولې او اوربند لپاره د معتادینو پرلت


په غزني کې د سولې او اوربند لپاره د معتادینو پرلت
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

په غزني کې یو شمېر معتاینو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې اوربند وکړي او نور په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.


په غزني کې یو شمېر معتاینو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې اوربند وکړي او نور په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

دغه معتادین چې د سولې او د اوربند په اړه یې شعارونه ورکول وايي چې روانه جګړه د دې لامل شوې چې ورځ تر بلې د معتادینو شمېر زیات شي.

د دې پرلت یو معتاد وايي "دا د جنګ علت دی چې یوازې په غزني کې ۱۵ زره کسان په نشو اخته دي، دوی ټول لېونیان نه دي چې نشې کوي، بلکې ډېری یې د جګړې له امله بېکاره شوي دي موږ له ټولو د سولې غوښتنه کوو".

دغه معتادین داسې مهال د اوربند غوښتنه کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټیمونه په دوحه کې لا د اجنډا پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د جهوریت پلاوی وايي چې دوی به تر هر څه وړاندې له طالبانو سره پر اوربند خبرې کوي.

په افغانستان کې زیاتېدونکې جګړې د ډېرو افغانانو اندېښنې راپورته کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په نشو اخته کسان د پرلت په ډول د سولې لپاره غږ پورته کوي.
XS
SM
MD
LG