د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د مالټو د باغونو زیاتوالی


په کونړ کې د مالټو د باغونو زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

په کونړ کې د مالټو باغونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، کروندګر وايي چې د نویو باغونو جوړېدو یې اقتصادي ستونزې حل کړي او ډېر کروندګر یې د کوکنارو له کرلو راګرځولي دي.


په کونړ کې د مالټو باغونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، کروندګر وايي چې د نویو باغونو جوړېدو یې اقتصادي ستونزې حل کړي او ډېر کروندګر یې د کوکنارو له کرلو راګرځولي دي.

د کونړ په شیګل کې د مالټو یو باغ چې په پنځه جریبه ځمکه کې اباد شوی، سږنی کال یې حاصل تر سل زره افغانیو اټکل شوی دی.

خاوند یې حمیدالله وايي پخوا یې همدلته کوکنار کرل، خو اوس یې کلنی حاصل دومره دی چې د کورنۍ ژوند یې پرې چلېدلی شي.

هغه وایي " دلته نورو کسانو ته هم کار پیدا شوی دی، تر لسو بې وزله کسان اوس په دغه باغ کې کار کوي، له همدې امله نورو کروندګرو هم د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده".

اتلس کلن لقمان چې د یوې بلې ولسوالۍ ماڼوګي نه د مالټو شکولو لپاره ورغلی وايي، ښه دی چې باغونه ډېر شي او دوی ته پکې کارموندنه هم وشي، دی وایي له همدې لارې د خپلې کورنۍ مالي سرچینې سمبالوي.

کونړ کې کرنې اداره وايي سږنی کال دې ولایت کې د مالټو حاصلات لس سلنه لوړ شوي او د راتلونکو کالونو لپاره هم د سلګونه جریبه نورو باغونو جوړېدو ته اراده لري.

که څه هم د افغانستان به ختیځ کې د کوکنارو کښت ورځ تر بلې په کمېدو دی، خو کروندګر وايي که د کوکنارو پر ځای ورسره د نورو بدیلو کښتونو مرسته وشي نو له یوه اړخه به یې اقتصادي ستونزې راکمې شي او له بله اړخه به د حرام فصل له کرولو راوګرځي.

XS
SM
MD
LG