د لاس رسي وړ اتصالات

نعمان: د کورنۍ د ناسم چلند له امله بیا په نشو اخته شوم


نعمان: د کورنۍ د ناسم چلند له امله بیا په نشو اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

نعمان چې له شپږو کلونو راهیسې په شیشې او چرسو روږدی دی وايي یو ځل یې درملنه شوې خو په کورنۍ کې ورسره د ناسم چلند له امله بیا په مخدره موادو اخته شوی دی.


نعمان چې له شپږو کلونو راهیسې په شیشې او چرسو روږدی دی وايي یو ځل یې درملنه شوې خو په کورنۍ کې ورسره د ناسم چلند له امله بیا په مخدره موادو اخته شوی دی.

دی چې اوس په کابل کې د دارالامان د معتادینو په ۴۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي کله چې د لومړي ځل لپاره یې درملنه وشوه او کور ته ستون شو، د کورنۍ غړو به ورته د معتاد خطاب کوه.

هغه وايي له همدې امله یې بېرته مخدره موادو ته مخه کړه:= "زه لکه یو عادي نفر جوړ شوی وم چې هیڅ مې عملي نه و، کله چې کور ته لاړم د کورنۍ غړو راسره سم چلند نه کوه، نو د دغې وجې نه زه بېرته دې لارې ته راغلم او اومه اتمه ورځ مې ده چې بیا دلته بستر شوی یم".

دی له کورنیو څخه غواړي چې له معتادینو سره سم چلند وکړي او ورسره مرسته وکړي چې له مخدره موادو ځان وژغوري.

نعمان دا ځل ټینګ هوډ کړی چې له مخدره موادو څخه ځان وژغوري او بېرته عادي ژوند ته وګرځي.
XS
SM
MD
LG