د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی


په کندهار کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

کندهار کې معتادین وایي چې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ډېر نوي کسان په نشو اخته شي.


کندهار کې معتادین وایي چې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ډېر نوي کسان په نشو اخته شي.

دغه معتادین وایي که چیرې د نشه يي توکو د کاروبار مخه ونه نیول شي دوی نه شي کولای چې په اسانۍ له نشو لاس واخلي.

په نشه يي توکو اخته کسان وايې چې د قانون تطبیق کونکي ادارې دې د نشه يي توکو د پلورونکو پرضد خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په نشو اخته مومن جان چې ټوله ورځ په کندهار کې له نورو معتادینو سره تېروي وایي نشه يي توکو اسانه لاسرسی د دې سبب شوی چې دوی له نشو لاس وانخلي.

هغه وايي " هر ځای ساقیان شته چې مواد خرڅوي، تر هغه چې پولیس د دغو ساقیانو مخه و نه نیسي موږ یې نه شو پرېښولای".

د کندهار د پولیسو چارواکي په ښار کې د نشه يي توکو د کوچنیو پلورونکو شتون مني خو وايي چې دوی یې پرضد ګامونه اخیستي.

د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايې چې په تېرو درو اونیو کې يې تر شلو زیات د نشه يي توکو پلورونکي زنداني کړي او عدلي ادارو ته يې ورپيژندلي.

XS
SM
MD
LG