د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرنې له متخصصینو سره د هند مرسته


د افغانستان د کرنې له متخصصینو سره د هند مرسته
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مسئولین وايي چې هند تیاری ښودلی چې د کرنې په برخه کې افغان متخصصینو ته د دوکتورا په کچه د زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مسئولین وايي چې هند تیاری ښودلی چې د کرنې په برخه کې افغان متخصصینو ته د دوکتورا په کچه د زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.

د دې وزارت مسئولین وايي چې په کندهار کې به د کرنې په ملي پوهنتون کې متخصصینو ته دا زمینه برابره شي چې د کرنې په برخه کې پراخې څېړنې وکړي.

په کندهار کې د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ ملي پوهنتون دا مهال د ماسټرۍ په کچه د زراعت په بېلا بېلو برخو کې محصلین روزي.

خو د لوړو زده کړو وزارت وايې چې غواړي د هند په مرسته په یاد پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام هم پيل کړي.

چارواکې وايي د دغو هڅو موخه د زراعت د سکتور پیاوړتیا ده چې دا به د جنوب تر څنګ د هیواد په کچه زراعتي متخصصین وروزي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي اشنا تلویزیون ته وويل چې په دې برخه کې له هند هیواد سره د دوه اړخیز تفاهم لیک د اجرا کارونه پيل شوي.

ښاغلی بالاکرزی وايي " په دې پروګرام کې ګډې څېړنې شته، د هغوی د کرنې له تجربو ګټه اخیستنه، د علمي ژورنالونو چاپ او تر څنګ یې د استادانو او محصلینو تبادله هم شته".

د افغانستان د کرنې او تکنالوجۍ د ملي پوهنتون سرپرست احمد فواد احساس وايي چې دوی د وخت له غوښتنو سره سم په انستو پوهنتون کې د کرنيزو علومو د تحقیقاتو پر برخه هم پانګونه ډېروي.


XS
SM
MD
LG