د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو په رغېدو کې د رواني درملنې رول


د معتادینو په رغېدو کې د رواني درملنې رول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

ډاکټران وايي چې معتادینو ته مثبت ذهنیت ورکول او رواني درملنه د هغوی په رغېدو کې مهم رول لري.



ډاکټران وايي چې معتادینو ته مثبت ذهنیت ورکول او رواني درملنه د هغوی په رغېدو کې مهم رول لري.

دوی وايي کله چې معتادین په نشو اخته شي نو ذهنونه یې له منفي فکرونو ډک شي چې د دې لپاره په کار ده هغوی ته مثبتې خبرې وشي چې پر خپل ځان باور پیدا کړي.

مریم صمیمي چې په کابل کې د ښځینه معتادینو په روغتون کې د معتادینو رواني درملنه کوي وايي چې د معتادینو پر ذهنیت کار کوي تر څو له منفي فکرونو خلاص شي.

آغلې صمیمي وايي " انګېزه د معتادینو په درملنه کې خورا مهم رول لري، هره ورځ ورته وایو چې رنګ مو ښه شوی، ښه شوي یاست، ګورو چې دوی خوشحالیږي او کرار کرار پرته له موادو یې هم وخت ښه تېریږي".

ډاکټران وايي د دې لپاره چې معتادین د تل لپاره له نشو لاس واخلي، له هغوی سره باید مرسته وشي، سالمې بوختیاوې ورته برابرې شي تر څو په ټولنه کې جذب او عادي ژوند پېل کړي.


XS
SM
MD
LG