د لاس رسي وړ اتصالات

په زندانونو کې د ۴۰۰ معتادو بندیانو درملنه شوې


په زندانونو کې د ۴۰۰ معتادو بندیانو درملنه شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي چې د کابل او ولایتونو په زندانونو کې د سلګونو معتادو بندیانو درملنه شوې ده.


د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي چې د کابل او ولایتونو په زندانونو کې د سلګونو معتادو بندیانو درملنه شوې ده.

د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د دغو بندیانو شمېر چې په ۱۳۹۹ کال کې یې درملنه شوې ده، له ۴۰۰ څخه زیات دی.

هغه وايي "دغه بندیان په مشخصو برنامو کې زموږ د روغتیا ریاست له خوا او د نړیوالو شریکانو په همکارۍ تر درملنې لاندې ونیول شول او بېرته روغ شول چې اوس په زندان کې د خپل حبس موده تیروي. دا پروګرام په ۴۵ ورځو کې په دوی باندې تطبیقیږي او په کابل او ولایتونو کې به همداسې دوام مومي".

د زندانونو د چارو د تنظیم اداره داسې مهال په زندانونو کې د سلګونو معتادو بندیانو د درملنې خبر ورکوي چې له دې وړاندې د ولسي جرګې زندانونو ته د مخدره موادو د انتقال او په کې د زندانیانو له خوا د دغو موادو د کارولو په تړاو اندېښه ښودلې وه.

د ولسي جرګې د زندانونو د ارزونې کمېټې ویلي وو چې په بګرام او څرخي پله زندانونو کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
XS
SM
MD
LG