د لاس رسي وړ اتصالات

زندانونو ته د نشه یي توکو لېږد


زندانونو ته د نشه یي توکو لېږد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې چارواکي تائیدوي چې د زندانونو یو شمېر منسوبین او د بندیانو پایوازان زندانونو ته د نشه يي توکو په لېږدولو کې لاس لري.


د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې چارواکي تائیدوي چې د زندانونو یو شمېر منسوبین او د بندیانو پایوازان زندانونو ته د نشه يي توکو په لېږدولو کې لاس لري.

د دغې ادارې مرستیال نظام‌الدین نورستاني وايي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۹۴ کسان زندانونو ته د نشه يي توکو د انتقال او نورو سرغړونو په تور نیول شوي چې په کې ۴۱ کسه د زندانونو منسوبین هم شامل دي.

هغه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څه باندې اوه کیلوګرامه چرس، کابو ۱.۸ کیلوګرامه هیرویين، څه باندې ۱.۸ کیلوګرامه شیشه، نږدې ۱.۸ کیلوګرامه اپین او ۳۲۵ ټابلیټ کا نیول شوي دي.

نورستاني وايي "زه دا نه ردوم مواد دننه کېږي او باید موږ په دې برخه کې یو لړ اقدامات ولرو چې دا اقدامات مو پیل کړي، لومړنی کار مو دا وو چې باید زموږ قراول سټنډرډ شي او له ټکنالوژۍ څخه په نظامي برخه کې سمه او اغیزمنه استفاده وشي، موږ د دغه پروګرام طرحه جوړه کړه، زموږ د K9 ټیم باید موږ ته برابر شي په دغو پروګرامونو باندې مو کار کړی حتی هغه پرسونل چې په دې کارونو کې لاس لري د اصلاحاتو په موخه مو هغوی بدل رابدل کړل. کارونه پیل شوي دي او که یو کال وخت موږ ته راکړئ نو په محابسو کې به د ډېر مثبت بدلون شاهدان واوسو".

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې چارواکي وايي په دغه کال کې یې په څرخي پله زندان کې د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د شیشې د پروسس یوه شبکه هم نیولې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو پر اساس دغه شبکه چې غړي یې بندیان وو په زندان کې نشه يي توکي پروسیس کول او پر نورو بندیانو باندې یې وېشل.
XS
SM
MD
LG