د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې پر کښتونو د وچکالۍ بدې اغیزې


په کندهار کې پر کښتونو د وچکالۍ بدې اغیزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

په کندهار کې کروندګر چې د وچکالۍ له امله له مالي زیانونو سره مخ دي، وايي د دې لپاره چې بیا ځینې کروندګر د نشه يي توکو کښت ته مخه نه کړي، دولت باید مرسته ورسره وکړي.


په کندهار کې کروندګر چې د وچکالۍ له امله له مالي زیانونو سره مخ دي، وايي د دې لپاره چې بیا ځینې کروندګر د نشه يي توکو کښت ته مخه نه کړي، دولت باید مرسته ورسره وکړي.

د غنمو کروندګر ګلبدین پر ۲۵ جریبه ځمکه د غنمو ۸۰ منه تخم کرلی خو وايي چې د وچکالۍ له امله خپل لګښت هم نه شي پوره کولی.

هغه وايي " باران نشته، د برمې په اوبو یې اوبوو، ځمکه هم تروه ده، ځای ځای یې ګل کړی، نور شی نشته".

کروندګر دا مهال تر ډېره د ژورو څاګانو یا برمو په اوبو خپل کښتونه اوبوي، چې د دوی په باور کروندې ته ګټه نه کوي.

د کندهار د کرنې ریاست هم د وچکالۍ له امله د کروندګرو ستونزې پر ځای بولي خو وايي چې لاهم پسرلني اروښتونو ته وخت پاته دي.

د دې ادارې مرستیال نجیب الله حیدري وايي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره یې بېلا بېل پروګرامونه عملي کړي.

په کندهار کې د غنمو کښت سږکال د روانو جګړو له لاسه هم په لږ کچه شوی خو د ژمنیو اورښتونو کمښت بیا شوي محدود کښتونه نور هم اغېزمن کړي.
XS
SM
MD
LG