د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو هڅې


په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې یې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او په تېر یو کال کې یې د نشه يي توکو د چاقاق په تور له ۴۰۰ ډېر کسان نیولي دي.


د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې یې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او په تېر یو کال کې یې د نشه يي توکو د چاقاق په تور له ۴۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

د دې ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې مسئولین وایي چې په نیول شویو کسانو کې ۴۰ امنیتي کسان هم شامل دي چې قضیې یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مسئول احسان الله وايي چې په تېر یو کال کې یې تر لس زره کیلو زیات نشه يي توکي هم نیولي دي.

هغه وايي " دغو کسانو د نشه يي موادو په وړلو، راوړولو او صادرولو کې لاس درلود، په دغو نشه یي موادو کې هیرویین، تریاک، چرس، شیشه او نور شامل ول چې دا مو ضبط کړي دي".

د ننګرهار اوسېدونکي وايي حکومت دې له نشه يي توکو سره مبارزه کې چټکتیا راولي، ځکه د معتادینو کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.


XS
SM
MD
LG