د لاس رسي وړ اتصالات

له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه په کابل کې د امریکا غږ کنفرانس


له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه په کابل کې د امریکا غږ کنفرانس
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې اړوندو ادارو نن په کابل کې د امریکا غږ له خوا جوړ شوي کنفرانس کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د لا همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.


په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې اړوندو ادارو نن په کابل کې د امریکا غږ له خوا جوړ شوي کنفرانس کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د لا همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح دغه کنفرانس ته وویل چې له نشه يي توکو سره مبارزه او د سلګونو زره معتادینو درملنه او عادي ژوند ته یې راګرځول یوازې د دولت په هڅو نه کیږي.

ښاغلی مجروح وایي په کار ده چې په دغه لار کې د ټولنې هر غړی او د دولت هره اداره مسئولیت واخلي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي " که موږ ټول په ګډه له نشه یي توکو سره مبارزه ونه کړو، اوس خو یوازې په فساد بدنام یو، له جګړې او تروریزم په عذاب یو، خو که د دغه بحران مخه ونه نیول شي، راتلونکې به مو یو داسې نسل وي چې تر پلونو او پلچکونو لاندې ژوند تېروي".

په دغه کنفرانس کې د بېلا بېلو ادارو استازو ټینګار وکړ چې په راتلونکې به له نشه یي توکو سره د مبارزې په لار کې خپلې هڅې لا همغږي کوي، تر څو د دغې پدیدې مخه ونیول شي.

امریکا غږ تر کابل وړاندې په بدخشان، هرات، ننګرهار او کندهار کې هم ورته کنفرانسونه جوړ کړي ول.
XS
SM
MD
LG