د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د یو معتاد ماشوم کیسه


د خوست د یو معتاد ماشوم کیسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

په خوست کې يو معتاد ماشوم چې خپلو ملګرو د نشه يي توکو په څکولو روږدی کړی دی، وايي اوس پښېمانه دی او غواړي د ځان درملنه وکړي.


په خوست کې يو معتاد ماشوم چې خپلو ملګرو د نشه يي توکو په څکولو روږدی کړی دی، وايي اوس پښېمانه دی او غواړي د ځان درملنه وکړي.

په خوست کې د لویانو تر څنګ په نشو د اخته ماشومانو شمېر هم پر زیاتېدو دی چې د خلکو اندېښنې یې راپورته کړي.

د خوست یو شپاړلس کلن ماشوم چې خپل ځان احمد راپېژني، څو مياشتې مخکې له خپلو کليوالو ملګرو سره ، چې په نشه يي توکو روږدي وو، د ګرځېدو په نتيجه کې پر يادو موادو روږدی شوی.

هغه چې لا يې پر مخ ږيره او برېت نه دي راغلي، وايي، چې نشه يې لومړی له چرسو نه پيل کړه او په دې وروستيو کې يې د شېشې يا د کرېسټالو څکولو ته مخه کړله.

احمد وايي "په پيل کې مې چې چرس څکول، دومره سخت به يې نشه کړم، چې له ما نه به يې هرڅه لېرې کړل. مثلاً چې په وخت کور ته لاړ نشم يا کوم بد کار وکړم، ما پلار وهي. دا وېره راسره نه و. چې نشه کوې ټوله يوه نشه ده. ته به وايې چې راځه دا بله نشه هم وګورم چې څومره خوند لري. د شېشې نشه دا ده چې تا ته به خوب نه درځي. وېره او ترس به په تا کې نه وي. ډوډۍ به نشې خوړلی".

هغه وايي، چې لومړی يې چرس د خوند لپاره وڅکول، خو وروسته يې د اړتيا له امله نشه کوله. احمد زياتوي چې د نشې له کبله ښوونځی هم ترې پاتې شو او د کورنۍ غړي، په ځانګړې توګه مور او پلار يې هم پرې خبر شول.

دغه تنکی معتاد وايي "يو ځای کې به چا وويل چې اوس يې پټ څکوه. هغه ځای کې به موږ خُمار وو. زموږ صبر به نه کيده چې پټ يې وڅکوو. نو ځکه افشا شوو".

احمد له کورنيو په ځانګړې توګه له ميندو او پلرونو دا غوښتنه لري چې خپل ماشومان له معتادو کسانو سره ګرځېدو ته پرې نږدي. ښوونځيو ته يې واستوي او دغه راز يې ښوونځيو ته د تګ او راتګ په وخت کې وڅاري. هغه وايي اوس پښېمانه دی او غواړي د ځان درملنه وکړي.

په نشه يي توکو روږدي کسان وايي، چې دغو موادو ته د آسانه لاسرسي له کبله د اعتياد کچه نه يواځې په ځوانانو کې بلکې د ماشومانو ترمنځ مخ پر ډېرېدو ده.
XS
SM
MD
LG