د لاس رسي وړ اتصالات

د وچکالۍ له امله د کوکنارو په کښت کې کموالی

د وچکالۍ له امله د کوکنارو په کښت کې کموالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

د مشرانو جرګې د امنیتي، دفاعي او نشه يي توکو سره د مبارزې کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزی وایي په ۲۰۲۰ کال کې د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د جګړو او وچکالۍ له امله د کوکنارو په کښت کې تر ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ښاغلی الکوزی وايي په ختیځو ولایتونو کې بیا د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

هغه وایي "په ډېرو سیمو کې کوکنار په ۲۰۲۰ کې لوړ تللي او کښت یې زیات شوی او په ډېرو سیمو کې یې بیا کمبود کړی، یو لوی عامل یې جنګ دی، دویم عامل یې وچکالي ده چې بارانونه نشته او ډېرو کوکنارو مرض کړی چې په دې اړه موږ د مخدراتو سره د مبارزې معینیت، امنیه قوماندانانو، والیانو او نورو سره مو خبرې کړي چې د دې ناروا کښت مخه ونیول شي".

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت تازه په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې تر دې مهاله یې په بېلا بېلو ولسوالیو کې په لسګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG