د لاس رسي وړ اتصالات

نشه يي توکو ته اسانه لاسری او د معتادینو ستونزې


نشه يي توکو ته اسانه لاسری او د معتادینو ستونزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

هغه پخواني معتادین چې اوس یې له نشو لاس اخیستی وايي د اعتیاد د مخنیوي لپاره باید نشه يي توکو د کښت او دغو موادو ته د اسانه لاسرسي مخه ونیول شي.


هغه پخواني معتادین چې اوس یې له نشو لاس اخیستی وايي د اعتیاد د مخنیوي لپاره باید نشه يي توکو د کښت او دغو موادو ته د اسانه لاسرسي مخه ونیول شي.

یو پخوانی معتاد چې اوس روغ شوی وايي ډېری په نشو اخته کسان د خپلې درملنې وس نه لري چې باید مرسته ورسره شي.

تورجان څه باندي دوې لسیزي نشه يي توکي استعمال کړي خو تېر کال يې تر درملنې وروسته نشې پرېښودلې،

هغه وايي چي اوس يې سالم مصروفیت ته مخه کړې او خپل ژوند په بریالیتوب سره مخ ته وړي.

تورجان وایي " هغه کسان چې نشې کوي، د خپل ځان د ساتلو وس نه لري، نو تداوي به څنګه وکړي، نیمه ورځ نشه وي، نیمه ورځ خماري وي، نیمه ورځ په کار پسې وي، چې کور او عیال ته یو شی پیدا کړي".

نوموړی د تریاکو پراخ کښتونه یو عمده ستونزه ګڼي او زیاتوي چي له دې امله زیات شمېر کسان په نشو اخته شوي دي.

روغتیايي مسئولین هم وايي چي د نشه يي توکو د کښت مخنیوی پر ټولنه مثبت اغېز کوي.

د حکومتي ادارو له هڅو سره سره لاهم د جنوبي ولایتونو په نا امنه سیمو کې د نشه يي توکو کښت روان دی.
XS
SM
MD
LG