د لاس رسي وړ اتصالات

په ګېډه کې د مخدره موادو تشخیص او د ګېډې تشولو پروسه

په ګېډه کې د مخدره موادو تشخیص او د ګېډې تشولو پروسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

په ګېډه کې د مخدره موادو د تشخیص او تخلییې مرکز مسئولین وايي، دغه مرکز ته هغه کسان د معاینې لپاره راوستل کېږي چې په ګېډه کې یې مخدره مواد ځای پر ځای کړي وي او غواړي چې بهر ته یې د هوا له لارې قاچاق کړي.

د دې مرکز یو مسئول څارمن محمد اسماعیل غوثي وايي چې دوی ته په منځني ډول هره اونۍ لس کسان د معاینې او د ګېډې تخلیې لپاره راوستل کېږي.

څارمن غوثي وايي "که چېرې د پروازونو شمېر زیات وي موږ ته قضیې زیاتې راځي او که پروازونه بهر ته کم وي بیا زموږ قضیې هم کمې وي".

هغه وايي هغه کسان چې په خپلو ګېډو کې د هوا له لارې مخدره مواد بهر ته قاچاقوي په هوايي ډګرونو کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو له خوا نیول کېږي.

څارمن غوثي وایي زیاتره قاچاقبران هڅه کوي چې په خپلو ګېډو کې هیرویین او شیشه هند او عربي هېوادونو ته قاچاق کړي.
XS
SM
MD
LG