د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د نشه يي‌توکو د قضیو څېړلو بهیر


په پکتیکا کې د نشه يي‌توکو د قضیو څېړلو بهیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د پکتیکا د استناف څارنوالۍ مسئولین وایي چې د نشه يي توکو اړوند قضیې یې په کاري لومړیتوبونو کې راځي چې د روان کال په حمل میاشت کې یې ۱۱ دوسیې څېړلې او عاملینو یې سزا لیدلې ده.


د پکتیکا د استناف څارنوالۍ مسئولین وایي چې د نشه يي توکو اړوند قضیې یې په کاري لومړیتوبونو کې راځي چې د روان کال په حمل میاشت کې یې ۱۱ دوسیې څېړلې او عاملینو یې سزا لیدلې ده.

د دې څارنوالۍ رئيس اسدالله وزیري وايي چې دغه قضیې د چرسو، هیرویینو، تریاکو او شیشې اړوند د قاچاق او خرڅلاو اړوند وې.

هغه وايي" یوازېنۍ ستونزه زموږ د ټیسټ موضوع ده، ټیسټ یې چې رانه شي محکمه حکم نه شي کولای. او ټوله موضوع شاوخوا دوې میاشتې دغه ټیسټ ته ځنډېږي. هغه څوک چې چرس یا بنګي له ۵۰ کیلو څخه زیاتې وي هغه موږ اختصاصي څارنوالۍ کابل ته لېږو هم مواد لېږو هم نفر انتقالوو. هغه چې هیرویین، مورفین، کوکین له یو کیلو څخه زیات هغه هم کابل ته لېږو او دوسیه یې کابل کې څېړل کېږي. او الکولي مواد چې د ۲۰۰ لیترو څخه زیات وي هم یې کابل ته لېږو نور ټولې دوسیې همدلته څېړل کېږي".

وزیري وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزې لپاره جدي اقدامات کوي او په دې برخه کې اړوندو قضیو ته په جدیت سره لومړیتوب ورکوي.

XS
SM
MD
LG