د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ۱۲۰ معتادین تر درملنې وروسته پروان ته ولېږدول شول


په کابل کې ۱۲۰ معتادین تر درملنې وروسته پروان ته ولېږدول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مسئولینو شاوخوا ۱۲۰ پخواني معتادین چې له پروان ولایت څخه دغه مرکز ته د درملنې لپاره راغلي وو، نن بېرته خپلو کورونو ته ولېږدول شول.


په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مسئولینو شاوخوا ۱۲۰ پخواني معتادین چې له پروان ولایت څخه دغه مرکز ته د درملنې لپاره راغلي وو، نن بېرته خپلو کورونو ته ولېږدول شول.

د دغه مرکز رئیس ډاکټر احمدظاهر سلطاني وايي چې دغه شمېر معتادین ۴۵ ورځې تر درملنې لاندې وو چې اوس رخصت شول.

ډاکټر سلطاني وايي"موږ دا ناروغان شاوخوا ۴۵ ورځې مخکې د پروان ولایت د مقام له خوا چې په یو کاروان کې لېږدول شوي وو ترلاسه کړل او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو وروسته یې نن د رخصتېدو ورځ ده چې له خیره سره بېرته له خپلې کورنۍ او ټولنې سره یوځای کېږي".

ښاغلي سلطاني د ابن سینا د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز ملي وباله او ویې ویل چې د دغه مرکز دروازې د ۳۴ ولایتونو د معتادینو د درملنې په مخ پرانیستې دي.

په پروان کې د معتادینو د درملنې د ۵۰ بستریز مرکز مشر ډاکټر محمد اصف احمدي وايي چې په دغه ولایت کې د معتادینو شمیر زیات او درملنې امکانات لږ دي.

ډاکټر احمدي وايي "د درملنې ۴۵ ورځنۍ دورې له بشپړېدو وروسته تاسې وینئ چې زموږ ټول ناروغان روغ رمټ او تازه دي، دوی بېرته پروان ته لېږدو، هلته هم ورته یو پروګرام نیسو او له هغې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارو".

د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز چې په یو وخت د زرو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري په افغانستان کې د معتادینو د درملنې تر ټولو لوی مرکز دی.

له دې وړاندې له ننګرهار ولایت څخه هم سلګونه معتادین د درملنې لپاره دغه مرکز ته لېږدول شوي وو.
XS
SM
MD
LG