د لاس رسي وړ اتصالات

تر درملنې وروسته د معتادو ښځو نامعلوم برخلیک


تر درملنې وروسته د معتادو ښځو نامعلوم برخلیک
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د زر بستریز مرکز مشره ښایسته حکیم وايي‌ چې زیاتره معتادې ښځې بې‌کوره دي‌ او د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لري.


په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د زر بستریز مرکز مشره ښایسته حکیم وايي‌ چې زیاتره معتادې ښځې بې‌کوره دي‌ او د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لري.

په دغه مرکز کې تر ۴۵ ورځو د هرې معتادې ښځې درملنه کېږي او له هغې وروسته رخصتیږي.

خو ډاکټره حکیم وايي په دې مرکز کې بستر شوې ۸۰ سلنه معتادې ښځې له درملنې وروسته د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري‌ او دوی اړ کېږي چې له ۴۵ ورځو درملنې وروسته یې هم ساتنه وکړي.

ښایسته حکیم وايي "دوی زیاتره هغه کسان دي چې کور نه لري او په نامناسبو ځایونو کې ژوند کوي، ښايي له سل فیصدو څخه شل فیصده یې کورونه ولري پاتې یې بې‌سرپناه دي زموږ یو شمیر ناروغان چې زیاتې ستونزې لري موږ اړ شوي یو چې تر یو یا دوو کلونو پورې یې دلته وساتو ، ځکه چې موږ نه شو کولی یو ناروغ له پیغلې لور او ماشومانو سره یې په کوڅه کې خوشې کړو، موږ د دوی لپاره تل د عدالت غوښتنه کړې، مرستون ته تللي یو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته تللي یو او د ښځو وزارت ته تللي یو او د دوی لپاره د سرپناه د موندلو عدالت غوښتنه کړې خو تر اوسه مو کومه مثبته نتیجه نه ده ترلاسه کړې".

په کابل کې زیاتره بې‌سرپناه معتادین د پلونو لاندې او د سرکونو په غاړو کې ژوند کوي او ډاکټران وايي چې معتادې ښځې له درملنې وروسته اړیږي چې بېرته دغو سیمو ته لاړې شي‌ او له همدې امله بیا په نشه‌یي موادو باندې اخته کېږي.

د افغان حکومت د شمېرو پر اساس دا مهال په کابل کې اته زره بې‌سرپناه معتادین شته او د ښار په مختلفو سیمو کې په عام محضر کې نشه‌یي‌ مواد کاروي.
XS
SM
MD
LG