د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران: په افغانستان کې هر کال د معتادینو شمېر تر ۱۰سلنه زیاتېږي


ډاکټران: په افغانستان کې هر کال د معتادینو شمېر تر ۱۰سلنه زیاتېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

که څه هم په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د معتادینو کره شمېرې د معلومولو لپاره تازه سروې نه ده شوې خو ډاکټران وايي‌ هر کال د معتادینو شمېر له پنځو څخه تر ۱۰سلنې زیاتېږي.


که څه هم په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د معتادینو کره شمېرې د معلومولو لپاره تازه سروې نه ده شوې خو ډاکټران وايي‌ هر کال د معتادینو شمېر له پنځو څخه تر ۱۰سلنې زیاتېږي.

په افغانستان کې د وروستي‌ ځل لپاره د معتادینو د شمېر په اړه سروې په ۲۰۱۵ میلادي‌ کال کې د امریکا د متحده ایالاتو او افغان حکومت له خوا په ګډه ترسره شوه.

د دغې سروې له مخې هغه مهال په افغانستان کې له مخدره موادو څخه د اغیزمنو کسانو شمېر شاوخوا ۳.۵ میلیونه اټکل شوی و چې په کې تر یو میلیونه ښځې او ماشومان شامل و.

له هغې وروسته تراوسه په افغانستان کې د معتادینو د شمېرې د معلومولو په تړاو بله سروې نه ده شوې خو په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې ۱۰۰۰بستریز مرکز رئیس ډاکټر ظاهر سلطاني وايي‌ "د ریسرچ څیړنې او احصائیې کار د یو بنسټ له وړتیا پورته خبره ده او باید څو بنسټونه سره لاس یو کړي او یوه هر اړخیزه سروې ترسره کړي، له ۲۰۱۵ کال وروسته بیا سروې نه ده شوې خو هغه شمېرې چې موږ دلته په روغتون کې ثبتوو ښيي‌ چې هرکال د معتادینو په شمېر کې له پنځو څخه تر ۱۰سلنې زیاتوالی راځي".

د ښاغلي‌ سلطاني‌ په وینا د دوی موندنې ښيي‌ چې یو معتاد هرکال له شپږو زیات کسان په نشه‌يي موادو اخته کولی شي.

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د تولید لوړه کچه، دغو موادو ته اسانه لاسرسی او بې‌کاري په دغه هېواد کې د اعتیاد عمده لاملونه ګڼل کېږي.

همداشان زیات شمېر معتادین ادعا کوي‌ چې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال لومړی په اپینو او بیا په نورو نشه‌يي موادو لکه هیرویین او شیشې اخته شوي‌ دي.
XS
SM
MD
LG