د لاس رسي وړ اتصالات

محمد فرهاد: معتادین ښه ذهن لري او په اسانۍ حرفه زده کولی شي


محمد فرهاد: معتادین ښه ذهن لري او په اسانۍ حرفه زده کولی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

محمد فرهاد چې معتادینو ته د درملنې پر مهال ترکاڼي ورزده کوي‌، وايي‌ زیات شمېر معتادینو ته یې دغه حرفه ښودلې چې اوس ښه عواید لري‌.


محمد فرهاد چې معتادینو ته د درملنې پر مهال ترکاڼي ورزده کوي‌، وايي‌ زیات شمېر معتادینو ته یې دغه حرفه ښودلې چې اوس ښه عواید لري‌.

هغه له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې د ترکاڼۍ د استاد په توګه دنده لري.

محمد فرهاد وایي د درمنلې په هره ۴۵ ورځنۍ دوره کې د معتادینو یوې رضاکارې ډلې ته چې تر درملنې لاندې وي ترکاڼي ورزده کوي.

دی وايي "داسې رضاکاران هم موږ سره دي‌ چې باندې وتلي دي همدا ترکاڼي‌ کوي، عمل (د نشه‌یي موادو کارول) یې خوشې کړي دي".

محمد فرهاد وايي‌ چې په معتادینو کې د ښه ذهن خاوندان هم شته او په اسانۍ حرفه زده کولی شي.

محمد صدیق یو له دغو کسانو څخه دی چې غواړي‌ ترکاڼي زده کړي‌ او په خپله خوښه یې له محمد فرهاد سره کار پیل کړی دی.

دی وايي "د ترکاڼۍ شوق لرم غواړم زده یې کړم یو وخت به مې په درد دوا شي".

د محمد صدیق په خبره د درملنې په مهال د حرفې زده کول یوه ښه بوختیا ده چې هم یې ورسره وخت په اسانۍ تېرېږي او هم حرفه زده کولی شي.
XS
SM
MD
LG