د لاس رسي وړ اتصالات

بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق نوې بڼې


بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق نوې بڼې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د تشخیص او ارزونې د لابراتوار مسئولین وايي چې په دې وروستیو کې قاچاقبران له نویو بڼو څخه په استفادې بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق هڅې کوي.


په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د تشخیص او ارزونې د لابراتوار مسئولین وايي چې په دې وروستیو کې قاچاقبران له نویو بڼو څخه په استفادې بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق هڅې کوي.

د دغه لابراتوار رئیس ډاکټر خالد نبي‌زاده وايي چې اوس قاچاقران نشه‌يي مواد په اوبو کې ګډوي او په دغو اوبو باندې غالۍ، جامې او نور شیان لکه شین چای ککړوي او بیا یې له ځان سره بهرنیو هېوادونو ته قاچاقوي.

نبي‌زاده وايي " له بده مرغه په دې وخت کې د قاچاق بڼې بدلون موندلی دی اوس زیاتره قاچاقبران نشه‌يي مواد په مختلفو ډولونو له افغانستان څخه بهر ته قاچاقوي چې یوه بېلګه یې تاسې ولیدله چې په غالیو کې د هیروئينو قاچاق دی، په دې سربېره موږ داسې قضیې هم درلودلې چې په احرام کې، جامو کې، د شامپو او د ویښتانو رنګ په بوتلونو کې او چای کې یې نشه‌يي مواد قاچاقول، دا غالۍ چې تاسې ولیدلې لا هم تر کار لاندې دي، د نشه‌يي موادو کره اندازه یې تراوسه معلومه شوې نه ده، هیرويین په اوبو کې حل شوي او دا غالۍ ورباندې ککړې شوې دي او بیا بېرته وچې شوي، قاچاقبر غوښتل چې د هوا له لارې یې بهر ته قاچاق کړي چې په هوايي ډګر کې ونیول شوې، قضیه موږ ته راغلې او کار ورباندې روان دی".

ښاغلي نبي‌زاده همداشان د یوې بلې قضیې په اړه وویل چې قاچاقبر غوښتل په نشه‌يي موادو ککړې جامې په خپل بکس بهر ته قاچاق کړي.

هغه وايي دا ټولې قضیې په دغه لابراتوار کې تشخیص او ارزول کېږي ترڅو د نشه‌يي موادو ډول او اندازه معلومه شي.

د افغانستان د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې د قانون له مخې که د محکمې له لوري د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوی کس مجرم ثابت شي ورسره د نیول شویو نشه‌يي موادو ډول او اندازې ته په پاملرنې سزا ورکول کېږي.
XS
SM
MD
LG