د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د معتادینو له کړاوونو ډک ژوند


په کندهار کې د معتادینو له کړاوونو ډک ژوند
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په کندهار کې په نشو اخته کسان وایي چې د نشو له امله دومره کمزوري شوي چې اوس خپلې ورځنۍ چارې هم سر ته نه شي رسولای.


په کندهار کې په نشو اخته کسان وایي چې د نشو له امله دومره کمزوري شوي چې اوس خپلې ورځنۍ چارې هم سر ته نه شي رسولای.

دوی وايي غواړي درملنه وکړي او له نشو لاس واخلي خو دا چې په کندهار کې د درملنې امکانات لږ دي، دوی نه دي توانېدلي چې دغه هیله یې پوره شي.

په نشه روږدي دا کسان له ژونده ستړي او له ګڼو ستونزو سره شپې سبا کوي.

د کندهار پر واټونو په یوه ګولۍ ډوډۍ او د نشه يي موادو د اخیستو لپاره په یو څو افغانیو پسې سرګردانه دغه معتادین وايي دومره ناتوانه شوي چې خپلو ورځنیو چارو ته هم نه شي رسېدی.

د روژې مبارکه میاشت چې دلته یې خلک له کورنیو سره په ځانګړو مراسمو او دعاوو لمانځي، خو دغه معتادین وايي چې د روژې له را رسېدو سره یې په ژوند کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم چا ورسره مرسته کړې ده.

په نشو اخته نورالدین وايي "کورنۍ مو راته وايي چي تر هغو جوړشوي نه یاست کور ته به نه راځئ، هغوی هم ټول راسره په تکلیف دي، موږ هم په دې ژوند نه یو خوشحاله".

د روغتیايي مسئولینو د شمېرو له مخې په کندهار کې تر درې سوه زره زیات معتادین ثبت شوي چې شمېر يې لاهم ورځ تر بلي د ډېرو په حال کې دی.

د عامې روغتیا وزارت له لورې په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې یوازې یو مرکز فعال دی چې سږ کال د بودیجې د کمښت له امله له ۷۰ بسترو څخه ۵۰ بسترو ته را ټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG