د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران وايي په کرسټال او هیرویینو د اخته کسانو درملنه سخته ده


ډاکټران وايي په کرسټال او هیرویینو د اخته کسانو درملنه سخته ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

ډاکټران وایي د هغو معتادینو درملنه چې کرسټال او هیرویین استعمالوي، د نورو معتادینو په پرتله ستونزمنه ده.


ډاکټران وایي د هغو معتادینو درملنه چې کرسټال او هیرویین استعمالوي، د نورو معتادینو په پرتله ستونزمنه ده.

په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په ۲۵۰ بستریز روغتون کې یو ډاکټر عنایت‌الله ستاري وايي چې د کرسټال او هیرویینو کارول د انسان پر مغزو باندې ژورې منفي اغیزې کوي چې درملنه تر درېیو کلونو وخت ته اړتیا لري.

هغه وايي "په لومړي پړاو کې هغه ناروغان چې هیرویین او کرسټال استعمالوي د تداوۍ او بستر په جریان کې ډیرو ستونزو سره مخ کیږي ځکه چې دغه نشه‌يي مواد د ناروغانو عصبي سیستم ته زیان رسوي او زموږ ناروغانو په دغه حالت کې ډیر تاوتریخوالی کوي".

د ډاکټر ستاري په وینا د هیرویینو او کرسټالو اغیزې له شپږو میاشتو څخه نیولې تر درېیو کلونو پورې د معتاد په بدن کې وي او هر وخت یې د نشه‌يي موادو بیا کارولو ته هڅوي.

دی وايي کله چې هیرویین او کرسټال د انسان عصبي سیستم ته دننه شي ورته ډېر زیان رسوي او په خورا سختۍ سره بیرته عادي حالت ته ګرځي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د شیشې یا کرسټال د کارولو کچه په معتادینو کې زیاته شوې چې له امله یې په خلکو کې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
XS
SM
MD
LG