د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د ګوزڼ واکسین په تطبیق او پوهاوي کې د ولس ونډه خورا اغیزمنه ده


آرشیف
آرشیف

په فراه کې روغتیا پالان او واکسیناتوران په دې ټینګار کوي چې د عامو خلکو د مرستې پرته د ګوزڼ له منځه وړل ناشونی دي.

په فراه کې یو شمېر ډاکټران وايي پولیو یوه ساري ناروغۍ ده او که يې عام ولس په روانه مبارزه کې فعاله ونډه وانخلي نو د نویو پیښو او له خطره د ډکو پایلو احتمال لیدل کیږي.

د یادو ډاکټرانو په وینا، پولیو په ټولنه کې د هر ماشوم ژوند او راتلونکی ګواښي نو ځکه اړینه ده چې عام ولس يې په زیانونو خبر او د دغې ناروغۍ په وړاندې د پولیو په ګټو ځانونه پوه کړي.

میوند ساپی، چې په فراه کې ډاکتر دې پدې هکله امریکا غږ ته وویل، د ټولنې هر وګړی مسؤولیت لري ‌چې د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې د خپلو ماشومانو په واکسین کې ناغیړي ونه کړي او له واکسیناتورانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغه وویل: "... لکه څنګه چې پولیو یوه وژونکي‌ ناروغۍ ده نو د ټولنې د هر غړي دا مسؤولیت دی چې د دې‌ نارورغۍ په مخینوي کې د روغتیايي کارکوونکو سره اوږه په اوږه د مرستې سربېره د اړتیا په وخت فعاله ونډه واخلي تر څو په ټولنه کې ددې ناروغۍ ریښه له منځه ولاړه شي . "

د فراه اوسیدونکي‌ هم پر ګډه مبارزه ټینګار کوي او وایي چې زموږ د مبارزې پرته دغه مبارزه نیمګړی ده.

د فراه یو تن اوسیدونکۍ، عصمت الله سمسور وایی چې د پولیو په وړاندې د مالوماتو شریکول او د ماشومان واکسین زموږ مسؤولیت دی.

ښاغلي سمسور وویل: "... که موږ یو بل ته لاسونه ورنه کړو او خپل ماشومان واکسین نکړو نو یوازې روغتیایي چارواکي‌ نشي‌ کولی دغه چاره په بشپړه توګه سرته ورسوي او پولیو له ټولنې محوه کړي. "

له دې‌ سره هم مهاله په فراه کې واکسیناتوران هم د ولس ونډه په دغه مبارزه کې ډیره مهمه‌ ګڼي.

سید احمد همدم، د فراه یو واکسیناتور په دې هکله وویل: " د ټولنې هر فرد مسؤولیت لري چې د پولیو په وړاندې چې یوه خطرناکه ناروغۍ ده هیڅ ډول ناغیړي ونه کړي او د خطرونو په تړاو يي له نورو سره مالومات شریک کړي. "

نوموړی زیاتوي، نه یوازې روغتیایي چارواکي‌ او ډاکټران بلکه د ټولنې ټول قشرونه مسؤولیت لري‌ ترڅو خپل اړین رول په روانه مبارزه کې ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پخوا تر اوسه د فراه په ډېر شمیر لرې‌ پرتو سیمو کې په لوی شمیر ماشومان د یو لړ ننګونو له کبله د پولیو د واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG