د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: د رسنيو لپاره د طالبانو تازه مقررات د بيان ازادي کمزورې کوي


د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو لخوا د افغانستان د رسنيو لپاره د تازه کړنلاري په اړه غبرګون ښودلى او ويلي دي چې دغه کار په دغه هيواد کې د بيان ازادي کمزورې کوي٠

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۵ ناوخته پر خپل ټويټر پاڼه د افغانستان د تلوېزوني رسنيو لپاره د طالبانو د تازه مقرراتو په اړه اندېښنه ښودلې ده٠

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د طالبانو دغه اقدام د طالبانو د ژمنو خلاف بللي او ويلي دي چې د هغوى دغه کار به د بيان ازادي له کمزورۍ سره مخ کړي٠

جرمني همدارنګه ويلي چې د طالبانو دغه اقدام د باور جوړېدو لپاره مناسب نه دى او زياته کړې ده چې د طالبانو د چلند او عمل په اساس به قضاوت وشي٠

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نویو مقرراتو کې له ټولو رسنیو څخه غوښتي چې خپلې خپرونې د «اسلامي ‌اصولو» سره برابرې کړي او «د شرعیت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف» فلمونو خپرول بند کړي.

په نویو مقرراتو کې شوي دي: «هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي باید نشر نه کړي.

افغانستان په خصوصي‌ تلویزونونو کې د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران او هند فلمونه او ډرامې خپریږي.

تلویزونونو ته د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نویو مقرراتو کې دا هم ویل شوي دي چې په خپلو «تفریحي ‌پروګروامونو کې باید چاته سپکاوی» ونکړي.

په افغانستان کې ځینې تلویزونونو تفریحي خپرونې لرلې چې معمولآ به یې په افغان چارواکو او د هغوی په کارونو باندې «سالم انتقادونه» کول.

همدغه راز طالبان وايي چې د «نارینه وو داسې فلمونه دې هم نه خپروي چې عورت یې په کې بربنډ» وي. په اعلامیې کې د «عورت» په اړه وضاحت ورکړل شوی نه دی.

طالبانو په تلویزونونو کې کارکوونکو نجونو او ښځو ته هم لارښوونه کړې ده چې د خپرونو په مهال «اسلامي حجاب رعایت» کړي، خو نه یې دي ویلي چې څه ډول اسلامي‌ حجاب. د افغانستان په تلویزونونو کې دا مهال ویاندانې او د خپرونو وړاندې کوونکې ټکري په سر او تر ډېره د افغانستان دودیز لباسونه په تن خپرونې وړاندې کوي.

طالبانو په تلویزونونو کې د هغو ډرامو په خپرولو هم بندیز لګولی دی چې «تمثیلونکي یې ښځې» وې. او د هغو سریالونو خپرول یې هم «مطلقآ منع» کړي چې «انبیاو یا صحابه کرامو تمثیل»‌په کې شوی وي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو ټولنې "آر اس اف" د دفتر مشر رضا معیني امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو نوي مقررات به په رسنیو باندې نور محدودیتونه زیات او د ښځو حضور کم کړي.

ښاغلي معیني وویل: "د دې وړاندې تیرو حکومتونو هم د فلمونو د خپرولو او د ښځو د رول په باب تاکید لره او دا تاکید د افغانستان په رسنیو کې عملي شوی و. هغه څه چې نن بیا ورباندې تاکید کیږي متاسفانه دا دي چې د طالبانو له خوا د دې چمتووالي سره چې اعلان یې کړی خبریالانې کولی شي خپل کار ته دوام ورکړي او لږ تر لږه د هغوی یو کم شمیر کولای شي، خو په عمل کې دغې نوې مقررې دښځو د کار په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي دي."

د بې پولې خبریالانو ټولنه "ار اس اف" وايي چې دا نوي‌ مقررات په رسنیو کې د ښځو تصویر حذفوي او په جبري ډول پرې حجاب هم تحمیلوي.

XS
SM
MD
LG