د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له افغانستان څخه د خطر سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي


جرمني ویلي چې په افغانستان کې یې هغه کسان ندي هیر کړي چې د دې هیواد پوځ یا حکومت سره یې کار کړی.
جرمني ویلي چې په افغانستان کې یې هغه کسان ندي هیر کړي چې د دې هیواد پوځ یا حکومت سره یې کار کړی.

د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیرې انالینا بایربوک نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومي۲) ژمنه وکړله چې له افغانستان څخه د زرګونو هغو افغانانانو د ایستلو بهیر چټکوي چې د دې هیواد د پوځ یا حکومت سره یې په افغانستان کې کار کړی او یا یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې دی.

میرمن بایربوک وایي چې جرمني د افغانستان څخه د څه باندې ۱۵ زرو کسانو را ایستلو ژمنه کړې چې لا هم د دې هیواد د ۱۳۵ اتباعو په ګډون په افغانستان کې پاتې دي.

د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې دا کسان هیر شوي ندي.

جرمني د افغانستان څخه د طالبانو د راتګ نه وروسته د شاوخوا ۱۰ زرو کسانو په ایستلو کې مرسته کړې چې ۵۳۰۰ یې د دې هیواد په پوځي الوتکو او پاتې ۵ زره یې په نورو لارو چاو ایستل شویدي.

دې اروپایي هیواد هم د نورو هیوادونو په شان د اګست په میاشت کې چې د کابل په هوایي ډګر کې ځانمرګی برید وشو او د ۱۳ امریکایي سرتیرو سر بیره پکې نږدې ۲ سوه ملکي افغانان ووژل شول، د تخلیې بهیر پای ته ورساوه او خپل ټول سرتیري یې د افغانستان نه وایستل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د خطر سره مخ افغانانو او هغوي چې ددې هیواد د پوځ او حکومت سره یې کار کړی، د را ایستلو د بهیر د چټکوالي لپآره لارې چارې لټوي.

میرمن انالینا بایربوک وویل چې په ځانګړې توګه د نجونو او میرمنو د ایستلو لپاره هڅې کوي.

هغې وویل، "د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجکستان او ازبکستان سره تازه خبرو ته اړتیا ده چې خپلې لارې پرانیزي. جرمني د قطر او پاکستان سره هم د افغانستان څخه د خلکو د ایستلو په خاطر کار کوي".

د جرمني دې جګپوړي دپلوماتې همدارنګه وویل چې حکومت د "بیوروکراسۍ په کمولو کار کوي او هم به د هغو کسانو چې د افغانستان څخه یې راباسي د کورنۍ د اصلي غړیو په تعریف کې ډیر نرمښت وښیي".
د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې د افغانستان سره د بشري مرستو پراخول "مطلق لومړیتوب" دی خو دا یې واضح کړه چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو سره مخالفت ندی بدل شوی.

طالبان د همدې روان کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا سازمان د هغوي حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG