د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا وايي د څلورو کلونو په موده کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال مني


د استرالیا حکومت اعلان وکړ چې ۱۵۰۰۰ زره افغانان به د څلورو کلونو په موده کې د بشري خواخوږۍ او کورنیو د ویزو د پروګرام له لارې ومني.

لس زره کسانو ته به استرالیا ته د بشري دلایلو له وجې د مهاجرت د موجود پروګرام له لارې او پنځه زره نورو ته په استرالیا کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا د سپانسر کېدو( مالي تضمین) له لارې ویزې ورکړل شي.

د استرالیا د مهاجرینو، تابعیت ، د مهاجرت د خدمتونو او ګڼ کلتوري چارو وزیر الېکس هاک وویل استرالیا ته د افغانانو دمهاجرت په پروګرام کې دغه زیاتوالی په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت په وړاندې د استرالیا د مسئولیت منلو ژمنه څرګندوي. استرالیا د تیرکال د اګست په میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو اعلان کړی و.

هغه د جمعې په ورځ د جنورۍ ۲۱ ( سلواغې ۱) د ټویټر په خپلې پاڼې لیکلی دي: " نن ما اعلان وکړ چې د ښاغلي سکاټ موریسن حکومت به د بشري خواخوږۍ او کورنیو اړیکو د پروګرام له لارې ۱۵۰۰۰ افغانانو ته د مهاجرت ویزې ورکړي. اسټرالیا به هغو کسانو ته چې زمونږ له دفاعي ځواکونو د او بهرنیو چارو وزارت له مامورینو سره یې کار کړی او د ښځو او نجونو په ګډون نورو اقلیتونو ته لومړیتوب ورکړي".

ښاغلي هاک زیاته کړه استرالیا د تیرکال د اګست په میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو لپاره چمتووالی ښودلی و چې دغه شمېره اوس ۱۵۰۰۰ زرو ته لوړه شوه، هغه وویل حکومت به د ویزو د پروسس په بهیر باندې نظارت کوي او ښايي په راتلونکو کلونو کې دغه شمیره نوره هم زیاته کړي.

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي د بشري خواخوږۍ د پروګرام له لارې یې له ۱۴۵۰۰۰ څخه د زیاتو افغانانو په استازیتوب تر دې دمه د ویزو ۳۲۵۰۰ عریضې ترلاسه کړیدي.

د استرالیا حکومت وايي د بشري خواخوږۍ د ویزو په پروګرام کې به لاندې کتګوریو ته لومړیتوب ورکړي:

  • له استرالیايي ځواکونو او ملکي مامورینو سره کارکونکي افغانان اود هغوی د کورنیو غړي
  • استرالیا ته په بشري دلایلو تللي اوسني او پخواني افغانان او د هغوی د کورنیو غړي
  • هغو افغانانو ته چې له استرالیايي نادولتي ټولنو سره یې کار کړی او یایې هم په هغو پروژو کې کار کړی وي چې د استرالیا د حکومت او یا هم کوم بل همکار ملک له خوا تمویلېدې
  • ښځو، نجونو، نژادي لږه کیو، همجنسبازانو ( LGBTQ+)

ټاکل شوېده چې د استرالیا د مهاجرنیو د چارو وزیر په راتلونکو اونیو کې په دې هکله په استرالیا کې له میشتو افغانانو سره هم خبرې وکړي.

استرالیا په داسې حال کې د زیاتو افغان کډوالو د منلو اعلان کوي چې د تیرکال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته، د کابل له هوايي‌ ډګر څخه د تخلیې د لویو عملیاتو په بهیر کې له ۱۲۰ زرو زیات افغانان بهر ووتل چې ډیر شمیر یې امریکا او اروپايي هیوادونو ته ولېږدول شول.

امریکا وايي له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او له ګواښ سره مخ افغانانو وتلو ته ژمنه ده، خو له افغانستان څخه د وتونکوافغانانو دوتلو پروسه ډیره سسته پرمخ ځي.

XS
SM
MD
LG