د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ د ګربز د ۱۰۰ منډو په مرسته افغانستان هالنډ ته ماتې ورکړه 


رحمان الله ګربز د هالنډ خلاف سلیزه وکړه
رحمان الله ګربز د هالنډ خلاف سلیزه وکړه

افغانستان هالنډ ته په دویمه یوه ورځنۍ لوبې کې هم ماتې ورکړه. دا لوبه نن یکشنبه جنوري ۲۳ (سلواغه درېیمه) په قطر کې وشوه.

افغانستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د رحمان الله ګربز د ۱۰۳ منډو په مرسته مقابل ټیم ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه، خو د هالنډ ټوله لوبډله په ۱۸۹ منډو وسوځېدله.

دا په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغان لوبغاړي ګربز دویمه سلیزه وه.

د ګربز تر څنګ کپتان حشمت الله شهیدي هم ۵۴ منډې وکړې او د کپتان په توګه یې دا دویم ځل دی چې په دا ډول سیالیو کې دوې پرلپسې پنځوسیزې کوي.

رحمت شاه ۳۵، نجیب ځدراڼ ۲۰ او راشد خان ۱۴ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن څلور، فرید ملک دوه، یمین احمدزي او راشد خان یو-یو مخالف لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او هالنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو لوبو دغه لړۍ دوې ورځې مخکې پیل شوه چې افغانستان اوله لوبه هم وګټله.

دا لوبې د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال کپ ته د ورتګ مستقیمه لار ده او په هر بري سره ۱۰ نومرې ورکول کیږي. افغانستان ټولې دا ډول شاوخوا ۲۳ لوبې لري چې تر دې دمه یې پنځه لوبې کړې او پنځه واړه یې ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG