د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ایران څخه یمن ته روانه په چاودیدونکو توکو بار کښتۍ نیولې ده


د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو نن د جنورۍ په ۲۳ (سلواغې ۳) وویل چې یوه کښتۍ یې درولې ده چې ۴۰ ټنه کیماوي سره په کې بار وه؛ هغه مواد چې ورڅخه د چاودیدونکو توکیو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.

امریکایي ځواکونو ویلي چې دغه کښتۍ یې د عمان خلیج په نړیوالو اوبو کې درولې او تالاشي کړې ده؛ هغه لاره چې پخوا ترې یمن ته د وسلو د قاچاق لپاره کارول کیده.

له دې دمخه د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د تیر کال د ډسمبر په ۲۲ (مرغومي اوله) اعلان کړی وچې د غیر قانوني وسلو یو بار یې د عرب په بحیره کې د کب نیونې په یوې بیړۍ کې چې د هیواد بیرغ پرې نه و ځوړند نیولی چې په کې ۱۴۰۰کلاشنیکوف او ۲۲۶زره مرمۍ موجودې وې.

د امریکا د سمندري ځواکونو مقامات ددغو غیر قانوني وسلو منشا ایران ښودلی او ویلي یې دي چې ټاکل شوې وه دغه وسلې او مهمات په یمن کې حوثي یاغیانو ته ور په لاس شي.

وروسته له هغې ملګرو ملتونو رپوټ ورکړ چې ضبط شوې وسلې د ایران د جاسک بندر څخه د یمن په مقصد استول شوی وې.

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د یمن د چارو د متخصینو هیت د یو محرم رپوټ په وینا لیکلي د روسي، ایراني او چینایي وسلو د قاچاق لپاره د بیړیو او ځمکني ترانسپورت څخه کار اخیستل شوی دی.

دا پداسې حال کې دي چې په سیمه کې کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې د حوثي یاغیانو بې پیلوټه الوتکو په متحده عربي اماراتو کې درې تنخه ووژل او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په غبرګون کې په یمن کې ددې ډلې پر مرچلو بریدونه وکړل.

دغه ایتلاف منلي چې پر صنعا او حدیده باندې په هوایي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي دي، خو په صعده کې پر یو زندان باندې هوایي برید یې رد کړی دی چې لږ تر لږه ۷۰ تنه په کې وژل شوي دي او څه دپاسه ۱۰۰ تنه نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG