په ولایتونو کې د یو شمیر خصوصي راديوګانو مسولین وايي، چې د اقتصادي ستونزو سربیره د راډیوګانومسولین د یوې څرګندې مطبوعاتي کړنلارې د نشتون او اطلاعاتو ته د لاس رسي له ستونزې سره مخ دي.
افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵ سیاسي بدلون د ژوند د نورو برخو په څیر د خبریالانو او رسنیو پر فعالیتونو هم ډیره اغیزه کړې، چې له امله یې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان "ار ایس ایف" او د خپلواکو ژورنالستانو د ټولنې د یوې ګډې سروې پراساس د ښځینه خبریالانو په ګډون ۸۰ فیصده خبریالانو کارونه له لاسه ورکړي او تر ۴۰ فیصده پورې رسنۍ تړل شوي دي.
ددغې سروې له مخې ددې کار یو لوی علت اقتصادي ستونزې ښودل شوي دي.
یو شمیرخبریالان وايي، چې حتی په کابل کې د خبري پوښښ پر مهال یې د طالبانو د حکومت د امنیتي منسوبینو له خوا مخه نیول شوې او د خبري پوښښ په ځانګړي ډول د ښځو لاریونونو پر مهال ورته د خبرې پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې او کله کله د امنیتي ساتوونکو له خوا ورسره تاوتریخوالی هم شوی دی.
په ځینو ولایتونو کې په راډیوي خپرونو کې د موسیقې او سندرو خپرول او هم د ښځینه ویاندویانو د غږونو خپرول بند شوي دي. خو دا ډول بندیزونه په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دي پلي شوي او په ځینو ولایتونو کې لا هم ښځینه خبریالانې او ویاندویان د بندیز پرته خپل کار ته دوام ورکوي.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې د رسنیو ازادۍ ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ژمن دي او هڅه کوي، چې رسنیو سره مرسته وکړي.
د ولایتونو د شخصي رادیوګانو اساسي ستونزې
په ولایاتونو کې د یو شمیر راډیوګانو مسولینو امریکا غږ ته وویل، چې د اقتصادي ستونزو سربیره دوی د ځینو نورو ستونزو سره هم مخ دي.
د زابل ولایت د سور غر راډیو مسول محمود ابراهیمي وویل: "زمونږ عمده ننګونې اقتصادي او مالي ننګونې دي او نورې ننګونې نلرو د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره ښه همغږي لرو هغوي مونږ سره زیاته همکاري کوي". ښاغلي ابراهیمي وویل، چې د طالبانو حکومت ورته نه دي ویلي، چې په راډیو کې سندرې مه غږوئ ، خو دوی د ټولنې او خلکو نبض ته په کتنې پخپله سندرې نه خپروي".
هغه وايي، پخوا هم په تیر رژیم کې په راډیو کې ورسره ښځینه خبریالانو کار نه کوه او اوس هم ښځینه خبریالانې نلري.
د کونړ ولایت د نوي بدلون راډیو مشر خان ولي سالارزی وايي، چې د اګست د ۱۵ مې سیاسي بدلون لکه د ژوند په نورو برخو په خصوصي راډیوګانو هم اغیز کړې او اکثره راډیوګانې یې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
خو ښاغلی سالارزی د خپل کار په وړاندې لویه ننکونه قانوني خلا ګڼي او وايي، چې د طالبانو حکومت د تیر رژیم د رسنیو قانون لغوه کړی نه دی او بل قانون او کړنلاره یې هم نه ده نافذه کړې، چې دا کار د رسنیو پر وړاندې ستونزې راولاړوي. همداشان دې وايي، معلوماتو ته لاس رسی یې یوه بله ستونزه ده، چې په ولایتونو کې رسنۍ ورسره مخ دي.
په پکتیا ولایت کې د څمکنۍ غږ او پټان راډیو مشر رحمت الله زیارمل د خبریالانو په وړاندې د سانسور یا پخپله د سانسورولو د ستونزې به اړه وايي، چې دوی په پکتیا کې د دغسې ستونزې سره مخ نه دي. د هغه په وینا ښځینه خبریالانو پخوا هم ورسره کار نه کوه او اوس یې هم نلري.
د ننګرهار په ولایت کې د حقیقت غږ راډیو مشر نورګلاب حقیقت هم د خپلې راديو د چلولو لویه ستونزه اقتصادي ستونزه ګڼي او وايي، چې د اګست د ۱۵ مې د سیاسي بدلون وروسته یې خپل ټول مرسته کوونکي له لاسه ورکړي دي.
ښاغلي حقیقت وویل: "دوهمه غټه ستونزه داده، چې کله مونږ یو خبرنشر کوو یا رپوټ جوړو او یا کومه خپرونه جوړو په هغې کې له مونږ سره غټه ستونزه او مشکل دادی، چې خبریالان په دې ویره کې دي، چې د طالبانو مسولین او کارکوونکي ورته کومه ستونزه جوړه نه کړي داسې یو قانون د رسنیو لپاره نه دي رامنځ ته شوی چې د رسنیو کارکوونکي ډاډه شي، چې دا خپلې خپرونې په سم ډول پرمخ بوځي".
د هرات په ولایت کې د راډیو سحر هرات مشره فرشته کریمي وايي، چې شاخوا پنځه ښځینه خبریالانې د خپلې راډیو چارې پرمخ وړي او لویه اندیښنه یې اقتصادي ستونزې دي، چې له امله یې د خپلې راډیو یو شمیرکارونکې له کار څخه ګوښه کړي دي. میرمن کریمي وویل چې امنیتي اندیښنې هم لري.
د راډیوګانو یو شمیر مسولین د طالبانو له حکومت غواړي، چې په ولایتونو کې دې د رسنیو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره په هر ولایت کې د امنیتي ادارو او رسنیو د استازو ګډې کمیټې جوړې کړي. په کابل کې له وړاندې دغسې یوه ګډه کميته فعالیت کوي.