د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په هیڅ هیواد د تېري نیت نلرو، امن کې ژوند غواړو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د وتلو د ۳۳ کالیزې په مناسبت د طالبانو حکومت وايي، دوی د بل هیواد په خاوره د تیري نیت نلري او له نورو هیوادونو سره هم په امن کې د ژوند کولو تمه لري.

نن سه شنبه د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوري اتحاد د سرو لښکرو له ۳۳ کالیزې سره برابره ده. د یادې ورځې په مناسبت په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د طالبانو حکومت پدې مناسبت یوې اعلامیې کې ویلي چې افغانان سوله غوښتونکي خلک دي، خو په خبره یې هر ځل سوله او امن د بهرنیو یرغلونو له امله په جګړه بدل شوی او فرصتونه ورڅخه اخیستل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ د بل هیڅ هیواد په خاوره او حریم د تجاوز نیت او اراده نلرو له نورو هیوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې ژوند کولو تمه لرو."

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر افغانستان حاکمیت ټینګ کړ، خو تر دا مهاله یې حکومت د هیڅ کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د څار سازمان په دغه هیواد کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دبهرنیو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې.

یادې کمېټې روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لا دن زوی عبدالله بن لادن افغانستان ته تللی دی دی.خو طالبانو یاد راپورونه رد کړي، او ویلي دي چې یاده خاوره به د کوم هیواد پر ضد ونه کارول شي.

پر همدې مهال د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند هم د یادې ورځې په مناسبت اعلامیې کې ویلي چې په تیرو دوو لسیزو افغانستان ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي چې په خبره یې افغانان یې زیان ویني.

یاد حزب په یوې اعلامیې د خلکو د رایو په اساس په دغه هیواد کې د یو حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده.له نن څخه ۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږمه د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانسان یرغل وکړ.

شورویانو د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور کړ او پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپيژاند. د څیړنو له مخې په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو نژدې یوې لسیزې شتون نژدې یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتیري ووژل او په زرگونو نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل. همداشان دغې جگړې په میلیونونو افغانان د هیواد پریښودلو ته اړ کړل.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جگړې لس کاله دوام وکړ او سرې لښکرې په ۱۹۸۹ میلادي کې له افغانستان نه ووتلې، خو د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم، روح او روان باندې یې پراخ فزیکي او روحي علایم پریښول.

XS
SM
MD
LG