د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي له خپلو لیکو څخه یې ۴۳۵۰ نا مطلوب کسان اېستلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي نن دوشنبه فبرورۍ ۲۱ (سلواغې دوهمه) په کابل کې خبریانو ته وویل چې سر له نن څخه د صفوفو د تصفیې کمېسیون کار پای ته ورسېدی.

یاد کمېسیون پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د تیرې وږې میاشتې پر ۳۰مه خپل فعالیت پيل کړی و.

ښاغلي حکیمي وویل چې په دغه موده کې د دوی لخوا ۴۳۵۰ نامطلوب کسان د خلکو د شکایتونو او د دوی تر څېړونو وروسته د طالبانو له لیکو څخه و ایستل شول. نوموړي زیاته کړه چې په یادو کسانو کې ۱۳۵ تنه یې کم عمره هلکان وو.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه: "د اسلامي امارت لیکو ته د نامطلوبه کسانو د نفوذ مخنیوي، تعقیب او څارنې چارې به له دې وروسته، د اسلامي امارت د امنیتي کمېسیون لخوا څخه، چې تازه رامنځته شوی دی، پر مخ وړل کېږي."

دغه کمېسیون د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د حکم په اساس د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست له استازو څخه تشکیل شوی و. تر دې مخکې د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده د تیرې نومبر میاشتې په څلورمه د دې ډلې له قوماندانانو څخه غوښتي و چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي.

طالبان وايي‌ هغه د کندهار ولایت په حکیمیه مدرسه کې د وینا پر مهال د طالبانو په لیکو کې د نفوذي کسانو د شتون په هکله اندیښنه ښودلې وه. ملا هبت الله ته په یوې منسوبې څرګندونې کې ویل شوي، "هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي. "

د طالبانو مشر همدرانګه خبرداری ورکړی چې "د دوي (نامطلوبو کسانو) هر ډول ظلم او ناوړه کارونو مسؤلیت به په دنیا او آخرت کې د مشرانو په غاړه وي".

د دې تر څنګ د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم تر دې مخکې په یو غږیز پیغام کې له طالب وسله والو غوښتي و چې "ناوړه، مفسد او ناتوانه افراد خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په خاطر او یا د طالبانو د نوم بدولو لپاره د دې ډلې سره یو ځای شوي دي".

ملا یعقوب همدارنګه ویلي و چې د طالبانو یو شمیر قوماندانان د خپلو تشکیلاتو د پراخه کولو لپاره د "نا اهله افرادو، اربکیانو او پخوانیو جنایتکارانو سره ملګري شوي او هغوي یې پخپلو لیکو کې جلب کړیدي".

د طالبانو د دفاع وزارت دې سرپرست وزیر ویلي و چې دې کسانو جلب کیدو ته اړتیا نشته او امر یې کړی و چې دا کسان باید هر څومر ژر چې امکان ولري د لیکو نه وایستل شي.

ملا یعقوب همدارنګه خبرداری ورکړی و چې که ددې خبرداري د خپریدو نه وروسته بیا هم د کوم طالب قوماندان په تشکیلاتو کې داسې افراد وموندل شول، قوماندان د بې وسلې کیدو، نیول کیدو او یا هم د طالبانو د لیکو نه د ایستل کیدو د خطر سره مخ کیدی شي.

XS
SM
MD
LG