د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي د اسرائیل دوه پولیس یې وژلي


د اسلامي دولت یا داعش ډله ادعا کوي د اسرائیل ۲ پولیس افسران یې یکشنبه مارچ ۲۷ (وري۷) ناوخته د خدرا په ښار کې وژلي دي.

دا اسرائیلي پولیس پداسې حال کې وژل شوي چې د متحده ایالاتو او عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یوې بې سارې غونډې لپاره اسرائیل ته تللي دي.

د اسرائیل پولیس وایي بریدګر ۲ تنه و چې په سیمه کې موجودود د ترهګرۍ ضد افسرانو وژلي دي.

د اسرائیل استخباراتي ادارو بیا ویلي چې برید ګر اسرائیلي عربان او د اسلامي دولت سمیه ایز وسله وال و.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ویلي چې د کوماندو په برید کې د " یهودي دولت" ۲ پولیس افسران وژل شوي او څو نور ټپي شويدي.

دا په اسرائیل کې دننه د داعش د برید یوه نادره پیښه ده.

په همدې حال کې د اضطراري چارو کار کوونکي وایي چې په برید کې یوه میرمن او یو سړی وژل شوي او ۴ کسان روغتون ته وړل شوي او د ۲ کسانو درملنه د پیښې په ځای کې شوې.

په همدې حال کې د اسرائیل د دفاع وزیر بیني ګانتز ویلي چې د پوځ، پولیسو او استخباراتي ادارو د مشرانو سره د وضعیت جاج اخلي. د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیت هم په د برید په وخت په همدې ښار کې و او پولیسو ورته د برید په هکله معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG