د لاس رسي وړ اتصالات

د غوایي ۸مه ؛ طالبانو او مخالفینو یې د مجاهدینو د بري ورځ ولمانځله


د طالبانو حکومت د غوايي اوومې او اتمې په مناسبت اعلامیې کې ویلي چې له ټولو هیوادونو سره په امن کې د ژوند کولو تمه لري.

طالبانو نن پنجشنبه اپرېل ۲۸ (غوايي اتمه) د افغانستان خلکو د جهاد کامیابۍ د ۳۰م تلین په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد پر خاوره د تیري نیت نلري.

په دې مناسبت اعلامیه کې ویل شوي چې «متجاویز هیوادونه» هم باید له تیر څخه په درس اخیستلو له افغانستان سره د دښمنۍ لاره ونه نیسي.

په اعلامیه کې ویل شوي:"دا چې په افغانانو کې د ازادۍ غوښتنې حس لا هم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هیواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري، نو موږ هیله من یو چې په راتلوونکې متجاویز هیوادونه ډیره څه زده کړي او نور زموږ له هیواد او ملت سره ددښمنې او کینې لار ونه نیسي.موږ د بل هیڅ هیواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نلرو او له نورو هیوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې ژوند کولو تمه لرو."

طالبانو د تیر ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د محمد اشرف غني په مشرۍ د لوېدیځ له ملاتړ څخه برخمن حکومت په ړنګولو سره پر افغانستان یو ځل بیا حاکمیت ټینګ کړ، خو د شاوخوا اتو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

طالبان د غوايي د اوومې کودتا غندي او د غوايي اتمه د هیواد د ازادۍ ورځ بولي

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د غوايي اوومې نېټې کمونیستي کودتا غندلې او د غوايي اتمه یې د هیواد د خپلواکۍ ورځ بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانانو په خپلې ۱۴ کلنې مبارزې سره د ۱۳۷۱ کال د غوايي پر اتمه هیواد ته له کمونیزم څخه نجات ورکړ:"د ۱۳۷۱ د ثور ۸ نیټه د افغان ملت د بري، ازادۍ او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ اولس او هیواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ."

د ۱۳۷۱ کال د غويي میاشتې په اتمه نېټه د ډاکتر نجیب‌ الله حکومت نسکور او پخواني مجاهدین کابل ته دننه شول او د اسلامي حکومت اعلان یې وکړ چې وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شول.

له هغې وروسته هر کال دغه ورځ، د سرو لښکرو د ماتیدو او کابل ته د پخوانیو مجاهدینو د رادننه کیدو په ویاړ، لمانځل کیږي.

د دغو مراسمو د لمانځلو په مناسبت سږکال د طالبانو حکومت نن پنجشنبې ورځ (غوايي اتمه) عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د طالبانو تر څنګ د مقاومت جبهې هم په یوې اعلامیې کې د غوایي اتمه د " ظلم، ښکیلاک، بې عدالتۍ او د کمونستي لاسپوڅو نظامونو" په خلاف د خلکو د بري ورځ یاده کړې. د دې ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، "دا چې زمونږ خلک تیره ورځ د سره پوځ په خلاف ودریدل، نن به هیڅکله د تور پوځ په خلاف غلی پاتې نشي".

"له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ کال د غوايي پر اوومه کمونست پلوه کسانو د سردار محمد داوود خان جمهوري دولت راوپرځاوه او افغانستان ته یې د شوروي سرو لښکرو راتګ لار هواره کړه چې وروسته یې افغانانو پر ضد جهاد پیل کړ.

د معلوماتو په اساس په دغه موده کې شاوخوا یونیم میلیون افغانان مړه او ټپیان شول او په میلیونونو نور له هیواد څخه مهاجر شول.

XS
SM
MD
LG