د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه پرېکړه کیږي


د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډرلاین، کیف ته په خپل وروستي سفر کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکی سره وکتل او د اوکراین په بیا رغونه او په اروپایي اتحادیه کې ددغه هېواد د غړیتوب د تر لاسه کولو په لاره کې د پرمختګ په اړه  یې ورسره خبرې وکړې.  
د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډرلاین، کیف ته په خپل وروستي سفر کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکی سره وکتل او د اوکراین په بیا رغونه او په اروپایي اتحادیه کې ددغه هېواد د غړیتوب د تر لاسه کولو په لاره کې د پرمختګ په اړه  یې ورسره خبرې وکړې.  

تمه کېږي چې د اروپایي اتحادیې اجرایه څانګه به ډیر ژر پرېکړه وکړي چې اوکراین ته د اروپایي اتحادیې د غړیتوب دپاره د نوماندۍ حیثیت ورکړل شي او که نه.

د اروپایی اتحادیې کمیسیون به د جون د ٢٣مې او ٢۴مې نېټې په غونډه کې پر دې موضوع بحث وکړي. د وړاندیز د منلو لپاره د اتحادیې د ټولو غړیو هېوادونو رایه حتمي ده.

که څه هم ددغې اتحادیې ځینو غړو داسې څرګنده کړې چې ددې اقدام ملاتړ کوي، خو ځینې غړي یې بیا زړه نا زړه دي.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډرلاین، کیف ته په خپل وروستي سفر کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکی سره وکتل او د اوکراین په بیا رغونه او په اروپایي اتحادیه کې ددغه هېواد د غړیتوب د تر لاسه کولو په لاره کې د پرمختګ په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د اروپایي اتحادیې د کمیسیون مشرې د ختیځې اروپا مشرانو ته په روانه میاشت کې وویل چې دا د اروپایي اتحادې ستراتیژکه ګټه او اخلاقي دنده ده چی د ۲۷ هېوادونو په دغه ټولنه کې اوکراین ته ښه راغلاست ووایي.

فون ډرلاین همدغه راز وویل چی اوکراین باید تر دې وړاندې ددغې اتحادیې معیارونه او اړتیاوې پوره کړي.

د اروپایی کمیسیون مشره وايي: "اسانه لارې نشته، او داسې هم نه چی معیارونه نه وي پوره. ټول شرایط باید پوره کړل شي. ځکه چې په اروپایي اتحادیه کې دا زموږ د ټولو دپاره دي. او موږ په دې خبر یو، چی د ٢٧ غړو دپاره ددغو معیارونو ساتل څومره مشکل کار دی".

اوکراین له ډیره وخت راهیسي هڅې کوي چې اروپا ته نږدې شي. هغه وخت د اوکراین مشر چې روسیي پلوه و او د روسیې له خوا یې ملاتړهم کېده، د اروپايي اتحادیې سره یې د سوداګرئ موافقې له لاسلیک کولو څخه انکار وکړ. خو له اروپايي اتحادیې سره د سوداګرئ موافقه بالاخره لاسلیک شوه.

د روسیې له خوا پر اوکراین د فروري میاشتې د ٢۴ مې د برید څو ورځې وروسته جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د اروپايي اتحاد غړیتوب ته د اوکراین د کانديدولو د پروسې د پیلولو دپاره دغه اتحادیې ته یو لیک واستاوه.

خو د هالنډ، بلجیم، ډنمارک او اطریش په ګډون د اروپایي اتحادیې ځینې غړي په اتحادیې کې د اوکراین غړیتوب ته لیوال نه دي.

د اوکراین د بهرنو چارو د وزیر لومړۍ مرستیالې ایمني زاپورها د امریکا غږ ته وویل چي زړه نا زړه توب د اروپایي اتحادیې داخلي مسئله ده. هغي زیاته کړه: "اصلي ستونزه د اوکراین نه ده، بلکې هغه څه دي چې په اروپایي اتحادیه کی دننه د لرلید بحران دی. د اروپایي اتحادیې د راتلونکې بحران دی، په ځانګړې توګه د بالکان سیمې او نورو هېوادنو یو اوږد لسټ موجود دی چې له ډېره وخته په اروپايي اتحادیه کې غړیتوب ته انتظار باسي".

د اروپایي اتحادیې په شورا کې د اوکراین د پلاوي مشره ماریا مازنټسوا وایي، اوکراین د اروپایي اتحادیې د سازمان ٦٣ سلنه شرایط پوره کړي دي.

دغه شرایط د سیمې د هیوادونو دپاره استعمالیږي چې د اروپایي اتحادیې د معیارونو او اصولو سره برابر شي.

مېرمن مازنټسوا وايي: "دا به د اوکراین دپاره د شنه څراغ معنا ولري. د اروپایي اتحادیې پروژه چې په ١٩٥٠ کال کې د سولې ترویجولو، د سولې ساتلو او د سولې یو چوکاټ جوړولو په مقصد پیل شوې، نو زموږ دپاره شین څراغ او په راتلونکي کې د نور سیمو سره یوځای کیدل د پرمختګ دپاره د شنه څراغ معنا لري او د پوټین دپاره دا سره کرښه ده. نو هغه داسې نه شي ویلی، چې تاسو موږ دلته نه غواړو".

د اروپا د امنیت او همکارئ په سازمان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر مایکل کارپنټر د امریکا غږ ته وویل چی د لویدیځ سره د اوکراین یوځای کېدل د امریکا په ګټه هم ده.

مایکل کارپنټر وايي: "د اوکراین دپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې داسې نمونه ادارې جوړې کړي چې په دغه هېواد کې ډیموکراسي، ټولنیزه خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او دغه راز د آزداۍ هغه ټول معیارونه ولري او ویې ساتي چی موږ یې ملاتړ کوو او له ډیره وخته راهیسې مو یې د اوکراین په داخل کې هم ملاتړ کړی دی".

ښاغلي کارپینټر زیاته کړه، کله چې د اوکراین جنګ ختم شي، دغه هېواد به بیرته ورغول شي او له پخوا څخه به نور هم ځواکمن، متحد اوغښتلی شي.

XS
SM
MD
LG