د لاس رسي وړ اتصالات

د لاتین امریکا کډوالو ته د متحده ایالاتو تګلاره بدلون مومي


تمه کېږي چې د امریکا حکومت د هېواد په سویلي سرحدونو کې له کډوالو سره خپل چلند بدل کړي.

د امریکا سترې محکمې، د جون په ۳۰مه (چنګاښ ۹) د جمهور رئیس بایډن د ادارې له غوښتنې سره سم، د کډوالو دپاره د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ هغه تګلاره لغوه کړه چې له مخې یې کډوال باید د خپلو مهاجرتي قضیو په اړه د محکمې حکم ته په مکسیکو کې انتظار وکړي.

سترې محکمې په داسې وخت کې د کډوالو په اړه د پخواني حکومت تګلاره له منځه وړې چې څو ورځې دمخه ددغه هېواد په جنوب کې د مکسیکو پولې ته څېرمه په یوې لارۍ کې د څه باندې ۵۰ کډوالو مړي وموندل شول.

تېره اوونۍ د ټکساس ایالت په سن انټونیو کې د ښاروالۍ یوه مامور پولیسو ته خبر ورکړ چې په یوې لارۍ کې یو شمېر کسان مړه شوي دي. دا د امریکا په تاریخ کې د مهاجرت تر ټولو لویه غمیزه وبلل شوه.

د فدرال حکومت چارواکو څلور کسه د انسانانو په قاچاق محکوم کړي دي. ویل شوي چې دغو کسانو کډوال په داسې یوې لارۍ کې سپاره کړي وو چې نه یي ایرکنډېشن فعال و او نه د څښلو اوبه په کې وې.

دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوه چې د امریکا سترې محکمې د کډوالو د ساتنې د پروتوکول په نوم د ټرمپ له حکومت نه پاتې تګلاره لغوه کړه. ځینو خلکو دا "په مکسیکو کې د ایسار شئ"، تګلاره بلله.

د محکمې پرېکړه، د جمهور رئیس بایډن د ادارې لپاره یوه بریا ده ځکه چې هغه تګلاره نوره ختمه شوه چې له مخې یې کډوالو د امریکا په محاکمو کې د خپلو مهاجرتي قضیو په اړه د فیصلې لپاره د انتظاره موده په مکسیکو کې تېروله.

د امریکا د کورني امنیت وزیر، الیخاندرو مایورکاس وايي: "په «مکسیکو کې ایسار شئ» د پروګرام د ختمولو په برخه کې زموږ د ژمنو د تحقق لپاره د محکمې له پرېکړې خوښ یو. دغه پروګرام ډېرې نیمګړتیاوې لرلې او د نه منلو انساني غمیزې یې رامنځته کولې".

د امریکا د کورني امنیت وزیر وایي چې د سترې محکمې د حکم عملي کېدل ښایي څو اونۍ وخت ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې سږکال زرګونو کسانو هڅه کړې چې د سویلي سرحدونو له لارې امریکا ته واوړي.

د ټکساس والي ګرېګ ابوټ وایي چې د لارۍ د غمیزې د تکرارېدو د مخنیوي لپاره به پولیس د لاریو تلاشي زیاته کړي. ابوټ زیاته کړې چې د جمهور رئیس بایډن اداره پدې برخه کې خپله ملامتي مني.

ښاغلي ابوټ وايي: "که بایډن د امریکا د متحدو ایالتونو د سرحدونو د ساتنې د ګزمو مالي ملاتړ کړی وای او هغه تګلارې یې عملې کولای چې سرحدي ګزمې یې د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري نو د ډېرو دغه ډول مرګونو پېښو مخه به نیول شوې وای."

که څه هم چې په «مکسیکو کې ایسار شئ» تګلاره ډېر ژر ختمېږي، خو د پخواني ولسمشر ټرمپ د دورې یوه بله تګلاره لا تر اوسه په خپل ځای ده چې په ترڅ کې یې امریکا ته د ګڼو کډوالو د راتلو مخه نیول شوې ده. دا تګلاره د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدبیر په توګه جوړه شوه او اوس نافذه ده.

د مکسیکو جمهور رئیس انډرېس مانوېل لوپېز اوبرادور په همدې اوونۍ کې خبریالانو ته وویل چې د جولاۍ میاشتې په دولسمه، د امریکا له جمهور رئیس سره د کډوالو پر موضوع خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG