د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د نړۍ 'تر ټولو ځپونکی' ژریم دی - امیري


رینا امیري، د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو دپاره د امریکا ځانګړې آستازې
رینا امیري، د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو دپاره د امریکا ځانګړې آستازې

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو د پاره د امریکا ځانګړي آستازي د طالبانو واکمني د نړۍ "تر ټولو ځپونکی" رژیم بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان له خلکو سره ددې ډلې چلند د دې لامل شوی دی چې د طالبانو په حکومت باندې د نړیوالې ټولنې بندیزونه دوام وکړي.

رینا امیري، له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي: "کوم بندیزونه او محدودیتونه چې په طالبانو لګېدلي وو، د هغوی د پالیسیو او کړنو له آمله تر اوسه پر ځای پاتې دي."

طالبان د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت له امله امریکا ګرموي او د افغانستان د میلیاردونو ډالرو بسپنې ازادول غواړي. خو میرمن امیري وايي چې ددې پیسو د کنګل کېدو لامل په افغانستان کې د زور له لارې قدرت نیول وو او د بندیزونو د دوام علت د افغانستان له خلکو سره د طالبانو چلند دی.

هغې وویل چې طالبانو د ښځو حقوق له پامه غورځولی او د طالبانو رژیم د نړۍ تر ټولو ځپونکی رژیم دی. په تېر اګست کې واک ته د بیا رسېدو وروسته، طالبانو د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او ژمنه یې وکړه چې د پرانیستلو دپاره یې کار کوي.

میرمن امیري د طالبانو دا ادعا ردوي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ته لا تر اوسه زمینه نده برابره او وايي چې په دې تړاو هیڅ داسې تخنیکي او یا لوجیستیکي ستونزه نشته چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوی وکړي. دا وايي، طالبان غواړي د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم مخه ونیسي.

مېرمن امیري د مارچ په میاشت کې هم د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لیسو د پرانیستلو څخه د طالبانو د انکار په وجه، د طالبانو د مقاماتو سره له کتلو ډډه کړې وه. هغې وویل چې په دغو شرایطو کې په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو حالت ته په کتو سره، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې خبرې ګټه نلري.

رینا امیري په خپل ټوېټر پاڼه باندې له دې آمله ناهیلي او اندېښنه ښودلې چې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې هلې ځلې تر اوسه کومې مثبتې نتیجې ته ندي رسېدلي.

تېره اونۍ د افغانستان د پاره د امریکا د ځانګړي استازي، ټامس ویسټ، په مشرۍ یوه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست، امیرخان متقي په مشرۍ له یوه پلاوي سره په دوحه کې د دوو ورځو لپاره خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو دریځ

له بلې خوا، د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان نماینده، ریچارډ بنیټ د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې، د افغان ښځو او نجونو په اړه وویل چې د طالبانو آیډیالوژي دومره راټیټه شوې ده چې د افغانستان د ښځو او نجونو اوسنی حالت د طالبانو د اقتدار لومړۍ دورې ته ورته دی.

ښاغلي بنیټ په خپل ټوېټر پاڼه باندې د طالبانو په اړه لیکلي چې د ښځو وضعیت په پراخ ډول مخ په خرابېدو دی، پر ښځو او نجونو باندې بریدونه دوام لري او په طالبانو کې د معافیت کلتور حاکم دی.

ریچارډ بنیټ د رینا امیري د موقف ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي دي چې له ښځو او نجونو سره د خبرو زمینه برابره کړي، غوښتنو ته یې غوږ کیږدي په مستقیم ډول ورته ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د طالبانو له خوا په یوه رابلل شوې ستره غونډه کې ښځو ګډون نه درلود. په غونډه کې د افغانستان د مسایلو په اړه خبرې وشوې. د طالبانو چارواکو وویل چې نارینه و په دغه غونډه کې د ښځو په آستازیتوب ګډون کړی وو. په دغه غونډه کې د تمې خلاف، د ښځو د وضعیت، کار او زدکړو په اړه خبرې ونشوې.

XS
SM
MD
LG