د لاس رسي وړ اتصالات

ملا یعقوب: قطر غواړي د طالبانو سره امنیتي تړون لاس لیک کړي 


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د دوه ورځني رسمي سفر وروسته د افغانستان د ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې قطري چارواکو ورته د قطر د دفاع وزات او د طالبانو د دفاع وزارت ترمنځ د یو امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره وړاندیز کړی او د تړون مسوده هم د غور لپاره ورته سپارلې ده.

ښاغلي مجاهد وویل: "...دوی لیواله وو چې د قطر او د افغانستان د دفاع وزارتونو ترمنځ یو قسم موافقه لیک یا تړون غوندې یو څه رامنځ ته شي چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي او د دغې موافقې په چوکاټ کې یو بل سره همکاري ولري، نو مونږ هم دا خبره ښه واخیسله او په دې اړه به مشوره سره وکړو او هغه مواد به مطالعه کړو او وروسته به چې څه ملي ګټې ایجابوي ان شاءالله پرمختګ به وکړو."

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وویل چې د قطري چارواکو څخه یې د خپلو ځواکونو د معاش او هم د سرحدي ځواکونو د پیاوړي کیدو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

تر دې دمه د قطر حکومت د ښاغلي مجاهد د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت چې نږدې یولس میاشتې وړاندې افغانستان کې بیا واک ته رسیدلی، تر اوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د طالبانو حکومت قطر، روسیې، چین او څو نوروهیوادونو کې خپل دیپلوماتان ګمارلي دي او هم د اروپايي ټولنې په ګډون روسیې، چین، ترکیې، پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا څو هیوادونو کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

د نړیوالو اړیکو یو افغان کارپوه سید جواد سجادي وايي چې قطر د طالبانو د حکومت سره ښې او نږدې اړیکې لري.

ښاغلي سجادي وویل: "... یو رسمي حالات دي چې په لوړه کچه کې ځای لري او بل غیر رسمي او ډیپکټو حالات دي چې په ټیټ پړاو کې ځای لري. بنآ نړیوال ډګر کې باید د رسمي او ډیپکټو او عملي ترمنځ تفکیک قابل شو. په ځینو برخو کې کیدای شي چې دولتونه او نړیوال سازمانونه د یو سازمان یو مستقر حکومت په رسمیت ونه پیژني خو د عملي پلوه د ضرورتونو په خاطر ممکن دی چې د سازمان او مستقر حکومت سره تعامل وکړي دې حالت ته ډیپکټو حالت وايي چې د رسمي حالت څخه ټیټ حالت دی."

د امنیتي چارو یو افغان کارپوه بسم الله تابان وايي، چې اکثره هیوادونه هغه څه کوي چې ملي منابع یې ایجابوي: "دا هیوادونه تل خپلې ګټې په پام کې نیسي او خپلو ګټو لپاره کار کوي او هر ډول چې منابع یې ترلاسه کيږي هغه ترسره کوي."

خو د امنیتي چارو دا کارپوه وايي چې که قطر د طالبانو د حکومت سره تړون لاسلیک کوي نو پرته له شک څخه به د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې سره د مشورې وروسته دا کار وکړي او د هغوی د مشورې پرته به دغسې اقدام ته زړه ښه نکړي.

قطر تر دې مخکې د کابل هوايي ډګر او څو نورو هوايي ډګرونو کې د خدمتونو د چمتو کولو د تړون د ترلاسه کولو هڅه کوله چې د طالبانو حکومت د قطر پر ځای د متحده عربي اماراتو د یو شرکت سره تړون لاسلیک کړ. طالبان د اوږدې مودې راهیسې په قطر کې سیاسي دفتر لري او په افغانستان باندې د واک د ترلاسه کولو وړاندې هم د طالبانو مشرانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتر له لارې د نړیوالې ټولنې سره اړیکې ساتلې.

XS
SM
MD
LG