د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر افغان نجونې وايي له تعلیم څخه به لاس وانخلي


که څه هم په تېر نږدې یوه کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي ښوونځي تړلي دي، خو یو شمېر نجونې توانېدلي دي چې په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

کرشمه رشیدي د نهم ټولګي زده کوونکې ده، او په دغه ډول یو خصوصي ښوونیز مرکز کې زده کړه کوي. هغه هیله لري چې یوه ورځ بیرته رسمي ښوونځي ته ولاړه شي.

هغه وايي: "غواړم په راتلونکې کې یوه بریالۍ ژورنالسته شم، هیله لرم چې خپل هېواد ته خدمت وکړم. زده کړې زما اساسي بشري حق دی."

کرشمه رشیدي وايي تمه لري چې په افغانستان کې ټولو نجونو ته ددې زمینه برابره شي چې زده کړه وکړي او د تعلیم دپاره د هېواد پرېښودو ته مجبورې نشي.

په دغه خصوصي ښوونځي کې له تیرو اوو میاشتو راهیسې د ریاضي، انګلیسي او دري ادبیاتو درس ورکول کیږي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله، طالبانو څو خصوصي ښوونیزو مرکزونو ته د عدلیې په وزارت کې د ثبت نام کولو په شرط د فعالیت اجازه ورکړې ده.

کرشمه رشیدي وايي له زده کړو نه لاس په سر کیږي او د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې له خپلې ژمنې سره سم د نجونو تړل شوي ښوونځي ‌بیرته پرانیزي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د نجونو د لېسو او متوسطه ښوونځیو بندېدو اساسي لامل په دغه هیواد کې "کلتوري محدودیتونه" بللي او ویلي یې دي چې ددغو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هڅې جریان لري.

د دغه وزارت سرپرست نورالله منیر وايي د طالبانو حکومت د نجونو له زده کړو سره ستونزه نلري. هغه زیاتوي: "په لیري پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره مخالفت لري. د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډېر حساس دی."

تر دې وړاندې ددغه وزارت چارواکو د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو بندېدو لامل په "تعلیمي نصاب کې تغییرات" بللي و.

XS
SM
MD
LG