د لاس رسي وړ اتصالات

د تخلیې پر مهال دیارلسو وژل شویو امریکایي سرتیرو یاد


د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نیټه د داعش برید کې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نیټه د داعش برید کې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ۲۶ اګست (۴ وږدي) د هغو دیارلسو امریکایي سرتیرو په یاد کې اعلامیه خپره کړې چې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د داعش په یو برید کې وژل شوي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا ځواکونه اتل بللي او ویلي یې دي چې دغه سرتیري د سرښندنې او د خلکو د لیږد تاریخي او ځانګړي ماموریت کې خپله اتلولي ثابته کړه.

بلینکن زیاته کړې چې د دغو ځواکونو د سرښندونو له برکته مونږ وکولی شول چې ۱۲۴ زره افغانې کورنۍ امریکا ته ولیږدوو او ددوي خوبونه مو په ریښتا بدل کړل.

بلینکن په دغې اعلامیې کې ویلي چې مونږ د دوي په مړینه خپه یو او په راتلونکي کې باید د دوي یاد ژوندی وساتو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نیټه د داعش په برید کې ۱۷۰ افغانان هم وژل شوي و.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې کې ویل شوي‌چې مونږ د هغو ۱۷۰ افغانانو په مړینه هم خپه یو، دا یوه غمیزه ګڼو او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو.

بلینکن زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات به ټول هغه بریدګر او د برید عاملینو ته سزا ورکړي او په عدالت به یې ورسوي چې په د امریکایي سرتیرو په وژلو کې یې لاس درلود.

د داعش خراسان ډلې د دغې پیښې مسولیت په خپله غاړه اخیستی و. دغې ډله په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنیدو سره خپل فعالیت ډیر کړی او په تیر کال کې ګڼ شمیر ولسي خلک په ورته بریدونو کې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG